اسلام آباد ۔ 24 ستمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي وزیراعظم عمران خان په ??عا??ه ډول او وقار سره د مظلوم كشميري اولس مقدمه نړۍ ته وړاندې كوي۔ د بېلو هېوادونو مشرانو سره د ملاقاتونو محور د كشمير شخړه او د دې موجوده سنګين صورتحال وو۔ 80 لکھ کشمیریان مقبوضه وادۍ كښې محصور دي۔ عمران خان نړۍ ته باور وركړې چې مقبوضه جموں كشمير كښې انساني الميه رامخې ته كېدې شي كومې سره چې د نړۍ امن سخت خطر سره مخ كېدې شي۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ ك??ې دې ووئيل په وادی جنت نظیر كښې په مظلوم اولس ژوند تنګ كړې شوې۔ دغلته بازارونه بند او خاموشه دي۔ دې ووئيل امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات كښې وزيراعظم مقبوضه كشمير ك??ې د كرفيو په ختمولو زور راوړې۔ دې ووئيل د اولس مشر ټرمپ بیان” په وزیراعظم عمران خان او پاکستان باور لرو”او منطقه كښې امن په ځائې كولو له ايران سره د خ??رې كولو مېنډېټ د عمران خان د لارښودنې صلاحيتونو او د نړۍ په پاكستان د زياتېدونكي باور اعتراف دې۔ دې ووئيل د وزيراعظم د نورو هېوادونو مشرانو ٬ د برطانيې وزيراعظم بورس جانسن، د تركيه اولس مشر طیب اردوان، د ایران اولس مشر حسن روحانی او د سوئټزرلېنډ اولس مشر اولی مېور سره ملاقاتونو ك??ې د دوه اړخيزه اړيكو په قوي كولو او د شريكې مرستې ته د ودې وركولو په اهميت زور راوړلې شو۔ وزيراعظم ملاقاتونو ك??ې دوئي مقبوضه كشمير ك??ې د بشري حقونو خلاف ورزيو څخه خبر كړې شول۔ عمران خان نړۍ ته دا په ډاګ?? كړه چې سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د كشمير مسئلې حل ته اړتيا ده۔