اسلام آباد 15ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د احساس او صحت انصاف كا??ډز پشان پروګرام معرفي كولو سره د عام وګړي ژوند ښه كولو لپاره اقدامات كړي دي٬ حكومت د اسان كا??وباري اقداماتو د لارې برآمدي صنعت ته وده وركوي٬ د سرمايه كا??و اسانيې لپاره شويو اقداماتو سره د دوي اعتماد بحال شوے٬ پاكستان په ??حفوظ لاسونو كښې دے۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې پاكستان په ??حفوظ لاسونو كښې دے ځكه چې هېواد د بحرانونو نه ويستلو لپاره سول او پوځي مشران يو موټي دي۔ هغې ووئيل چې د اولس خدمت لپاره په ??ومي ادارو كښې اصلاحات كولې شي۔ هغې ووئيل چې په جم??وريت كښې د مخالفې ډلې كردار تنقيدي ضرور وي خو جم?? او كشمير يوه قومي مسئله ده۔ هغې ووئيل چې اوسنې حكومت د وزيراعظم عمران خان په ??شرې كښې په ??ړيوالو فورمونو د كشمير په اړه د هندوستان بيانيه غلطه ثابتوي۔ هغې ووئيل چې د چين او روسيې پشان نړيوال طاقتونه په ??قبوضه كشمير د پاكستان د دريځ ملاتړ كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې يو حكومت هم د كشمير مسئلې په اړه په ??الېسې كښې د بدلون سوچ ??م نه شي كولې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې د پنجاب وزيراعلٰي عثمان بزدار د صوبې چارې په ښه ډول چلوي او د هغه په كا??ينه كښې د بدلون مقصد د خلقو په خدمت كښې بهتري راوستل دي۔