اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي هند په مقبوضه كشمير كښې د سيمې حېثيت بدلولو سره او د وګړو خوښۍ ته د زيان رسولو سره د اور سره لوبې كوي٬دا اور به پخپله د هند سلامتيا ته ورته شي ٬كه هند دا ګڼي چې داسې قوانين سره به صورتحال ښه شي نو د هغوي څخه زيات نادانه څوك نشته٬بايد نړيواله ورورولي هند د ټول كشمير هضم كولو ارادې څخه مخ نيوي له په هغوې فشار واچوي٬پاكستان د ډېرې مودې راهسې د كشمير مسئله په نړيوال كچ پورته كوي او دا لړۍ به روانه ساتلې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كاناډا_امريكې مېډيا ادارې وائس نيوز سره مركه ك??ې وكړه۔اولس مشر ووئيل د شمله لوظ نامې نه پس د پاكستان او هند ترمينځه په دوه اړخيزه مسئلو خبرې اترې نه دې شوي۔د هند وزيراعظم جواهر لال نهرو په خپلو ګڼو وېناګانو كښې وئېلي وو چې د كشمير د مسئلې ??ريكړه بايد د هغه ځاې د اولس خوښې له مخې وكړې شي خو هند د كشمير ټوله آبادي كنټرول كول غواړي۔اولس مشر ووئيل شمله لوظ نامه ك??ې د پاكستان او هند ترمينځه ټولې ??سئلې د خبرو اترو د لارې د حل كولو وئېلي كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل هند نه يوازې پاكستان سره د خبرو اترو څخه انكار كوي بلكې كشمير يوه تنازعه هم نه تسليموي۔مقبوضه كشمير كښې د ملګرو ملتونو پوځي مبصر موجودګۍ هغه پخپله يوه نړيواله مسئله جوړه شوې۔ده په مېډيا زور راوړو چې د هند اړخه په مقبوضه كشمير كښې د بشري ??قونو خلاف ورزۍ رامخې ته ك??ي۔ده ووئيل هند پھ كشمير كښې د بشري ??قونو خلاف ورزو څخه د نړۍ پام ګرځولو له جعلي فليګ آپرېشن او په پاكستان بريد كولې شي لكه څنګه چې د پلوامه پیښه شوې وه۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بايد هند آئيني بدلون بېرته اخستو سره كشميريانو له د خپل سباؤن د پريكړې اجازه وركړي۔ده ووئيل هند چې په كومه لار روان دے هغه خطر??اك?? لار ده۔د يو آئيني بدلون نه پس هند هجرت كولو سره ټولو غېر مسلمو له د شهريت وركولو پريكړه ك??ې خو مسلمانانو له شهريت نه وركوي۔اولس مشر ووئيل وزيراعظم عمران خان واضحه ك??ی چې پاكستان نه جنګ غواړي او نه به وړاندې والې ??كړي خو كه هند جنګ مسلط كړو نو پاكستان د خپلې دفاع حق لري