اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيال ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي پاكستان د هند يو اړخيزه او مكروھ عمل رد كوي٬كشمير?? اولس د آزادۍ په هلو ځلو كښې بلها قربانۍ وركوي٬هند د آرډيننس د لارې د كشميريانو يرغمال كولو ناوړه ګ??م پورته كړې٬د خزلې د كاغذ تكړه د مقبوضه كشمير او د پاكستان اولس رد كړې٬كشمير كاز د طاقت د لارې تر پښو لاندې كولو هڅې د منطقې امن په داؤ لګولې شي٬پاكستان به د كشميري وروڼو او خوئېندو اخلاقي٬سياس?? او سفارتي ملاتړ روان ساتي٬په پارليمان كښې دننه او بهر د سياسي مشرانو لخوا د كشميريانو په ملاتړ او د كشمير مسئله په ډاګه كولو د دوي ستائنه كوم٬وزيراعظم عمران خان د منطقې امن او پرمختګ لپاره كار كوي۔د ګل په ورځ د پارليمان په خوا كښې مېډيا سره په خبرو كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل پاكستانې قام د كشمير د آزادۍ د تحريك شهيدانو ته سلام كوي۔هغې ووئيل د هند يو اړخيزه مكروه عمل د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي ده۔هند ثابته كړې چې هغه د منطقې د پرمختګ دښمن دے ۔ خاص مرستيالې ووئېل هند په يو صورت هم د منطقې د پرمختګ ??و امن سوچ نه لري۔هغې ووئيل بې ګناه كشميرې اولس د هندي جبر او ??ست??داد په ضد نړيوالو ډلو او نړيوالو طاقتونو ته د مرستې خواست كوي۔د مودي سركار د?? اقدام سره د هند د څيرې نه د سېكولرائزم او جمهوريت د ادعا جعلي نقاب لرې شوې۔هغې ووئيل كشمير زمونږ په وېنه كښې شامل دے٬پاكستان به په هر مېدان د كشمير?? اولس سياسي٬سفارتي ??و اخلاقي مرسته روانه ساتي۔هغې ووئيل د هند دا اقدام د هند ګوډاګۍ انتظامې هم رد كړې۔د امريكائ?? اولس مشر د بيان نه پس مودي سركار يرېدلې۔هغې ووئيل كشمير?? اولس به كله هم يوازې نه پرېږدو۔