اسلام آباد 04 ??ګس?? (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صا??ق سنجراني لخوا د كشمير په اوسني صورتحال او په كشميريانو د هند?? ظلم په اړه نړۍ خبرولو لپاره د ټولې نړۍ د پارلمانونو سپيكرانو او پرېزائيډنګ افسرانو ته خطونه ولېږل شول٬ سپيكر د مهمو هېوادونو سپيكرانو سره په ټيليفون د تماس نيولو پرېكړه هم كړې۔ د اتوار په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې صا??ق سنجراني وئيلي دي چې نړۍ دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو په ړنا كښې كشميريانو ته د خپلواكې حق وركولو لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ سپيكر ټول سپيكران په وادي نيلم كښې د هندي ځواكونو لخوا د كنټرول لائن د خلاف ورزې او په آبادې د ډزو نه خبرل كړل۔ ده ووئيل چې د هند جارحيت نړيوال امن لپاره خطر دے٬ ځكه بايد د نړۍ واضح دريځ راشي۔