اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي﴾ د وزيراع??م د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د امريكې دورې كاميابو س??ه د هاؤس آف شريف په ارمانونو ګرد پرېوتې٬ د شهباز شريف بيان د كپتان په ضد د حسد څرګندونه ده٬ ده ??ه امريكا كښې د پاكستانيانو د تاريخ تر ټولو لويه غونډه ونه زغملې شوه۔ عمران خان د كشميريانو وكيل جوړ شوے٬ وزيراع??م د كشمير شخړې د حل اهميت په ښه ډول په ډاګه كړے۔ د شورو په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې بايد شهباز شريف په كشمير د سياست كولو نه وړاندې سترګې غړولو س??ه د سيد علي ګېلاني بيان لوستې و۔ د كشميريانو لارښود د خوشحالې څرګندونه كوي٬ كم ظرف سوچ سره په بسونو كښې د سفر پېغور وركولو په ځائ بايد ده د عمران خان د سادګې او كفايت شعارې نه زده ??ړه كړې وه۔ هغې ووئيل چې شهباز شريف صاحب! ته تر ټولو لوي شعبده باز ئې چې په لندن كښې خو سړكونه پياده ??اپ كوې خو پاكستان ته راتللو س??ه د پروټوكول په نشه كښې راشې۔ هغه چې عمران خان سره په عداوت او بغض كښې چې څومره اولس ګمراه كوي٬ د دوي محبت عمران خان لپاره لا سوا كېږي۔ هغې ووئيل چې د اېرينا ون د اولس جوش و خروش٬ استقبال او اولس مشر ټرمپ سره كامياب ملاقات د دوي خوبونه ورك كړي دي۔ هغې ووئيل چې د شهباز شريف لخوا د وزيراع??م د امريكې دورې په اړه بيان د ده د پرېوتي سوچ او د كرپټ خصلت عكاسي ده