اسلام آباد ۔ 10جون (اے پی پی) د جماعت اسلامي پاكستان دوهم امير مياں م??مد اسلم وئيلي دي چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت دې د عوام دوستۍ ثبوت وركولو سره داسې بجټ وړاندې كړي په كوم كښې چې د منځومانۍ او ځپلې طبقو خاص خيال وساتلې شي۔ د ګل په ورځ جاري شوي بيان كښې مياں م??مد اسلم ووئيل چې د ګرانۍ دلاسه اولس ډېرو ستونزو سره مخ دي د??ئي ته بايد بجټ كښې آساني وركړې شي۔ ده ووئيل د خزانې صلاحكار راروان بجټ معيشت دوست ګرځولې دې چې مقصد ئې دا دې چې لوئ?? ټېكسونه به لګولې او ګراني به زياتولې شي۔ ده ووئيل د ضرورت څيزونو نرخونه مخ په زياتېدو دي كوم به چې قابو كول وي۔ مياں اسلم ووئيل تر كومې چې د معيشت نظام څخه سود ختم شوې نه وي معاملات ښه كېدې نه شي او د مدينې رياست په بنيادي اصولو كښې د سودي نظام ختمول ضروري دي