اسلام آب??د ۔ 31 مارچ (اے ??ی پی) پاكستان بېت المان د تېر يو كال په مهال بې وزله رنځورانو ته طبي ??سا??يو له يو اربه څخه زياتې روپۍ مصرف كړې دي۔ د چارواكو ترمخه بېت المال 700 مستحقو زده كوؤنكو ته د زده كړو لړۍ روانه ساتلو له د 80 ملین روپو وظيفې هم وركړې دي۔ دغسې په هېواد كښې 38 سويټ هو??ز هم كار كوي په كومو كښې چې استوګنه كوؤنكو 2600 څخه زياتو كوچنيانو ته د استوګنې ٬ خوراك ٬ زده كړو ٬ او درملنو په شمول نورې آسانۍ وركولې شي۔ دوي دا هم ووئيل چې پاكستان بېت المال د 26 نوې سويټ هو??ز جوړولو منظوري هم وركړې ده۔ دغسې تر راروان وړوكي اختر به نور 2600 كوچنيان هم د بېت المال آسانيو څخه ګټه پورته كولو له رجسټرډ كولې شي۔ د بېت المال ترسېوري لاندې بېلو ضلعو كښې 6 تھېلی سیمیا سنټرونه هم كار كوي او بېت المال د رنځورانو كېسونه خپله آب??ئي ضلعه كښې منظورولو له هره يوه ضلع كښې هېلپ ډېسك هم جوړ كړې دې۔