اسلام آباد 23 جنوری (اے پی پی) د خزانې وزیر اسد عمر هېواد كښې معاشی٬ اقتصادی٬ زرعی او صنعتی استحکام لپاره ضمنی مالیاتی (دويم بدلون) بل 2019ء قامی اسمبلۍ ته وړاندې كړې دے۔ ده قام له باور وركړو چې دا د حکومت د اړخه كوم نوې بجټ نه دے٬ دا يو اصلاحاتی پیکج دے ، مونږ له به حقیقی پرمختګ لپاره هېواد كښې سرمایه کارۍ او قامی بچت له وده وركول وي٬ زمونږ اقداماتو سره به كال 23-2022 كښې کرنټ اکاؤنټ او مالیاتی خساره د تاریخ تر ټولو لاندې كچې ته راشي ٬ ځوانانو له د روزګار ترلاسه كولو ٬ زراعت او وړو كورونو لپاره په قرض د ټیکس شرح 39 فیصده نه 20 فیصده ته به راوستلې شي٬ غریبانانو له د كورنو جوړولو لپاره به د 5 اربه روپو ریوالونګ فنډ جوړولې شي ٬ فائلر لپاره د بانكونو څخه په ??وپو وېستلو د ودهولډنګ ټیکس شرح په ??شپړه توګه ختمولې شي٬ د ګرین فیلډ منصوبو پلانټ او مشینري به د کسټم ډیوټی او ټیکس څخه استثنیٰ لري ،سوداګرو له په ??زنس اکاؤنټس پھ كال كښې د 12 ځله په ځائې ودهولډنګ ټیکس ګوشوارې جمع کولو سره اوس په كال كښې يواځې دوه ځله جمع کول وي ٬ د ودونو په وړو هالونو به ټیکس د 20 زره څخه 5 زره ته راوستلې شي ٬ تر 1300 سی ??ی ګاړي به نان فائلر هم اخستلې شي ، 1800 سی ??ی او د دې نه په ??ټو ګاړو به ټیکس زياتولې شي٬ د غریبانانو په كارونكو موبائل فون ټیکس کم او دغسې د مالدارو استعمال لپاره پھ موبائل فون ټیکس به پھ ځائې ساتلې شي ٬ کروندګرو له به برېښنا او ډیزل په ??رزانه بيعه وركولې شي٬ هېواد كښې د مالداره او غريب ترمينځه فرق کمولو له به راروانه اوونۍ كښې میډېم ټرم فرېم ورك اعلانولې شي۔ د شورو پھ ورځ قامی اسمبلۍ كښې ضمنی مالیاتی (دويم بدلون) بل 2019ء وړاندې كښې د خزانې وزیر اسد عمر ووئيل د وګړو پھ ذهن كښې دا خيال دے چې كوم نوې بجټ وړاندې كېږي٬ دا د اصلاحات پیکج دے چې د لارې به ئې معاشی او صنعتی استحکام راشي۔ ده ووئيل كله چې تحريك انصاف اقتدار ترلاسه كړو هېواد يو شمېر مسئلو سره مخ ٶ٬ مونږ داسې معيشت جوړ كړې چې پكښې به دا د آئي اېم اېف آخري پروګرام وي٬ ده ووئېل د هېواد بې وسه طبقې د تباهۍ نه بچ كول او د دوي مرسته كول او د امير او غريب ترمېنځه فرق كمول هم آئيني ذمه واري ده۔ اسد عمر ووئيل مونږ به راتلونكې اوونۍ كښې د ميډيم ټرم ??كنامك فرېم ورك هم وړاندې كوٶ۔ ده ووئيل په ??ېرو لسو كالو كښې واكمنو د بجټ زيان د 4.1 نه 6.6 ته رسولې٬ د دې بوجه به په ??ولس پرېوځي٬ د برېښنا په نظام كښې دوي ھغه تباهۍ كړې كومه چې د هېواد په ??اريخ كښې كله نه ده شوې ٬ په يو كال كښې ئې 450 اربه زيان كړې٬ د ګاز څانګې زيان ئې 150 اربه ته رسولې۔ ده ووئيل د سټيل ملز٬ پي آئي اے او د رېلوے ريكارډ زيان رامخئ ته شوې۔ اسد عمر ووئيل تېرو واكمنو هېواد د دوه نيمو نه تر درې زره اربو روپو قرضدارې كړې٬ ارمان چې د دوي ضمير ھغه وخت راويخ شوې ؤ كله چې پخواني وزيراعظم تقريرونه كول٬ ده ووئېل ارمان چې د مخالفې ډلې ضمير ھغه وخت راويخ شوې ؤ او مخالفت ئې كړې وې٬ علي بابا او څلوېښت غله د معاشي ترهګرۍ كولو نه پس تللې۔ وفاقې وزير اسد عمر ووئيل زمونږ د اقداماتو په نتيجه كښئ درامدات زيات او برآمدات كم شوې٬ تجارتي او د كرنټ اكاٶنټ زيان كمې شوې ٬ مونږ له تل لپاره هېواد سمول دي۔ تر څو چې مونږ د خپل څادر سره پېښې نه غزوو٬خرڅونه او په ??مدن كښې توازن نه ساتو هنو ېواد به سم نه شي٬ ده ووئېل ايكسپورټ د 14 نه يوازې 7 فيصده له راغلې ٬كه رېښتنې پرمختګ غواړو نو سرمايه كارۍ له به وده وركول وي٬دا هغه وخت ممكنه كېدې شي چې كله نېشنل سيوينګز وي۔ده ووئيل چې كله راروانې ټول ټاكنې كېږي نو د عمران خان حكومت به د پنځه كاله خوارۍ او ديانت په ??بب ټول ټاكنو كښې پاتې نه راځي٬په 23-2022 كښې به كرنټ اكاؤنټ مالياتي خساره د تاريخ د ټولو نه په كمه سطح وي٬ د خزانې وزير ووئېل مونږ د زړه نه د اولس قدر كوو٬يوازې خپل ځان ته خادم اعلٰی وئېل نه غواړو۔ده ووئيل په ??ېرو ټول ټاكنو كښې هغوي د پنجاب حكومت مالياتي نظام تباه برباد كړې او صوبه يې مقروض كړې٬بل خوا پروېز خټك 34 اربه روپۍ د پښتونخوا په ??كاؤنټ كښې پرېښې دي۔د خزانې وزير ووئيل مونږ صنعت او كركيله مخ په وړاندې بوتللو له ھڅه كوو٬تحريك انصاف په ??پل منشور كښې زلمو له د روزګار وركولو خبره كړې چې كله دغې زلمو له د بانكونو نه قرض وركړې كېږي نو دوي به كار كوي٬ده ووئيل مونږ پريكړه كړې چې د بانكونو نه په قرض د زلمو نه د 39 فيصده په ځاې يوازې 20 فيصده ټېكس به اغستلې شي۔ده ووئيل د سختو حالاتو باوجود د پخوا په مقابل كښې زمونږ د حكومت په وړومبو شپږو مياشتو كښې د كركيلې د قرض شرح 22 فيصده زياته شوې٬د كركيلې په قرض هم ټېكس د 39 فيصده نه د 20 فيصده كولو پريكړه شوې۔اسد عمر ووئيل د غريبانانو لپاره د وزيراعظم د 50 لكه كورونو جوړولو وعدې ترمخه د وړو كورونو جوړولو لپاره هم په قرض ټېكس د 39 فيصده نه 20 فيصده ته راوستلې شوې دغسې د غريبانانو كورونو جوړولو لپاره به د 5 اربه روپو ري والونګ فنډ جوړولې شي٬ ده ووئېل د بانكونو په ټرانزېكشن په ټېكس وركونكو ودهولډنګ ټېكس ختمولې شي چې په ??بب به يې خلق د ټېكس په ??ائره كښې شامل شي۔ده ووئيل زمونږ حكومت د سودا ګرو ملګرے حكومت دے او دغسې په ??وداګرو 6 فيصده لګېدلې ټېكس د لږې نه په لږه شرح ختموو۔ده ووئيل ټېكس نه وركونكي به تر 50 لكه روپو جائيداد اخستلې شي٬تر 1300 سي سي ګاډي به هم ټېكس نه وركونكي اخستې شي خو د هغوي ټېكس به زيات وي۔ده ووئيل وړو سوداګرو له به په كال كښې 12 ځله د وېد هولډنګ ټېكس ګوشوارۍ جمع كول وې خو اوس به يوازې په كال كښې 2 ځله جمع كول وي۔ده ووئيل د لږ آمدن لرونكو د مينځنۍ طبقې لپاره د 500 مكعف فټنه په وړوكي شادي هال به د 20 زره په ځاې 5 زره روپۍ ټېكس لاګو وي٬مونږ د ټول هېواد تاجرانو لپاره د ټېكس ساده او آسان نظام رامخې ته كول غواړو ٬ اسد عمر ووئېل د رېښتينې جمهوريت لپاره د خپلواكه صحافت ضرورت دے۔په لفافو وركولو نه ٬ په چينل اخستلو نه يوازې په ??پلواكه صحافت جمهوريت قوي كېږي دغسې مونږ په نيوز پرنټ د ټېكس ختمولو وړاندېز ل??و۔ده ووئيل په هېواد كښې صنعتي څانګه كمزورې شوې ٬ مونږ به صنعتونه مضبوطوو٬مونږ به د صنعت كار ٬مزدور او كروندګرو سره ولاړ يو ځكه په 100 څيزونو درآمدي ډيوټي ختموو۔ده ووئيل د وړوكې او مينځنومانې په كچ د آټو وينډرز او د انجينئرنګ د صنعتونو به خاص خيال ساتلې شي٬ ده ووئېل مونږ ايكسپورټرز له به هم ګاز په كمو نرخونو وركوو