پېښور 15 جنوري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اعلٰې وزیر محمود خان په مش??ۍ كښې د نهې په ورځ د ??ي آر ټي پېشرفت په اره بېړنۍ غونډه وشوه چې پكښې محمود خان د ??ي آر ټي منصوبې په تاخير د خفګان او د اندېښنې څرګندونه كولو سره د منصوبې جوړولو او د كار رفتار ګړندې كولو په اړه په دوه ورځو كښې دننه د تفصيلي راپور وړاندې كولو امر كړې٬ ده ووئيل د منصوبې په معيار به سودا نه كوٶ۔ ده د مواصلات سېكتر ٬ ډي جي پي ډي اے او پي ډي ??ي آر ټي ته د كوريډورد ټولو برخو د شريكې دورې كولو امر وكړو۔ وزیراعلیٰ ووئيل ??ي آر ټي يو ماډل منصوبه ده او صوبې ته راتلونكې ټول روټس به ??ي آر ټي سره تړلې شي۔ اعلٰې وزير ووئيل د پېښور خلق د ??ي آر ټي نه ډېر توقعات لري او د سي پېك په تناظر كښې هم دا منصوبه ډېر اهميت لري