اسلام آباد/مانچسټر 03 جنوری (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې بهر مېشت?? پاكستانيان د هېواد په رغونه او پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې ده دا خبره په مانچسر كښې د مېشت?? پاكستانيانو يوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔ په دستوره كښې د اروپائي اېتلاف د پارلمان غړو سجاد كريم٬ واجد خان٬ د مانچسټر ډپټي ميئر عابد لطيف چوهان٬ د مانچسټر هائي شيرف ډاكټر روبينه شاه او په مانچسټر كښې مېشته د پاكستاني كميونټې ګڼ شمېر كسانو ګډون وكړو۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې پاكستان او برتانيه د دوستې پخوانې اړيكې لري او پاكستان پارلمان او معاشي اړيكو ته وده وركولو سر?? برتانيې سره دوه اړخ??زه اړيكې لا پراخا كول غواړي۔ ده پ?? پاكستان د جمهوريت په وده كښې او د جمهوري ادارو استحكام لپاره د برتانيې كردار وستائيلو۔ اسد قېصر د بهر مېشت?? پاكستانيانو لخوا د ديامربهاشا بند په فنډ كښې په عطياتو وركولو ستائنه وكړه او وې وئيل چې پ?? پاكستان كښې د او??و سخت كمې دے او د يو زرعي هېواد په توګ?? پاكستان د اوبو ذخيرو جوړولو ته سخت ضرورت ل??ي۔ ده په مانچسټر كښې مېشت?? پاكستانيانو ته د بند په فنډ كښې د برخه اخستلو خواست وكړو۔