پېښور ۔29 ستمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي چې د اسحاق ډار مصنوعي اقتصادي ګامونو سره د هېواد معيشت د تباهۍ غاړې ته ??سېدلې ??ې چې لامله ئې موجوده و??اقي حكومت ستونزو سره مخ دې او ددې ذمه وار اسحاق ډار دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده په خېبر پختونخوا چېمبرآف کامرس اېنډ انډسټري پېښور كښې يوې دستورې ته ??طاب كښې وكړه۔ نورالحق قادری ووئيل پاكستان افغانستان سي پېك كښې شاملولو له جدي دې۔ افغانستان سره غوره اړيكې ډېرې مهمې دي۔ پاك افغان اړيكو كښې كمي سره اولس ځپلې كېږي۔ افغان سفير سره ملاقات كښې به د اړيكو په ښه كولو خبره وشي۔ ده و??ئيل سعودي عربستان به سي پېك كښې درېم لوئې ستراتيجيكي همكار وي۔ ده و??ئيل سعودي عربستان د حج او عمرې انتظاماتو لا ښه كولو ته ??اص پام كوي۔ ده و??ئيل فاټا ضم كولو له يو ټاسك فورس جوړ كړې شوې دې۔ ريفارمز به منطقي انجام ته ??سولې شي۔ ده و??ئيل د فاټا ضم كېدو نه وروستو به قبائلي رواج ته قانوني شكل وركولې شي