اسلام آباد ۔ 7ستمبر (اے پی پی) اولس ??شر ممنون حسېن وئيلي دي د پاك پروردګار د شكر جذبې سر?? ايوان صدر نه روان يم۔ پروردګار د هېواد د اولس چې كومه ذمه واري ماته سپارلې وه وه ترسره كولو كښې مې ئې كوم كمې كړې نه دې۔ د اختياراتو او آئيني حدونو ادراك لرلو سر?? سختۍ سر?? ددې پابند پاتې شوې يم۔ په دې معامله زه د زړه اطمينان او ډېرې عاجزۍ سر?? دا وئيلې شم چې زه د پروردګار او خپل ضمير په وړاندې سرخرو پاتې شوې يم۔ دا خبره ده جمعې په ورځ د ايوان صدر چارواكو او اهلكارو سر?? د مخه ښې ملاقات دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ اولس ??شر ووئيل په دې ايوان كښې ناست ځينو كسانو د قانون او آئين منشاﺀ ترمخه كا?? كولو په ځائې د خپلې خوښې او ناخوښې ترمخه د كا?? كولو هڅه كړې۔ ده ووئيل دې ايوان ته چې كوم نوے تن راځي نو هغه سر?? بېلې هيلې تړلې شي۔ زه دا ګڼم چې دا لړۍ دې اوس ختمه كړې شي ولې چې د آئين او قانون خيال ساتلو او حكمرانۍ كښې د ګران هېواد د پرمختګ او سوكالۍ راز پروت دے۔ ده ووئيل اولس ??شر ټاكل كېدو نه وړاندې زه يو عام سياسي كارمند ووم۔ عامه ناسته مې كوله ولې ددې منصب د تقاضو ترمخه مې ټولې هلې ځلې محدود شوې۔ ددې ځائې څخه روان يم نو په دې ماته خوشحالي ده چې زه به يو وارې بيا د عام وګړو په شان خپلې هلې ځلې جاري وساتلې شم۔ ده ووئيل د خپل فرض په ترسره كولو كښې د ايوان صدر د هرې كچې ذمه وار كسانو ايماندارۍ او اخلاص سر?? زما مرسته كړې زه ددوئي مننه كوم او د دوئي د كورنۍ روغتيا ٬ترقۍ او مخ په وړاندې تګ له دعا كوم۔ د ايوان صدرافسرانو او عملې ته خپل نصيحت كښې ده ووئيل د پاكستان غوره سباؤن او د ټولنې پرمختګ له دې د خپلو بچو اعلی تربيې ته خ??ص پام وكړې شي۔ ده ووئيل ټول قام نه دا هيله لرو چې هغه د اطلاعاتي انقلاب هركلي كولو باوجود د خپلو ديني او ملي اقدارو ترمخه د خپلو بچو تربيه وكړي۔ ددوئي تعليم ته خ??ص پاملرنه وكړي دغسې چې زمونږ سباؤن زمونږ د حال نه زيات پياوړې شي ولې چې تعليم كښې هغه صلاحيت او طاقت دے كوم چې د انسان او ټولنې ترقي باوري كوي