اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئېلي دي حكومت په وړومبنو 9 ورځو كښې تاريخي كارونه كړې ٬ اپوزېشن د صدارتي ټاكنو په اړه ښه كردار ترسره كړې٬د اقتدار د ان??قال د مهم پړاؤ په ترسره كېدو پاكستاني ا??لس له مباركي وركوم٬د وزيراعظم هاؤس د اربونو روپو ګاډي خرڅولې شي٬وزيراعظم د خپل ځان لپاره د وړوكي كور ان??خاب كړې٬په اقتصادي مشاورتي كمېټۍ كښې لويې لويې خلق شامل كړی شوي٬كومه اقتصادي ډله چې جوړه كړې ??وې په دې كښې راتلونكې نوبل ان??ام لپاره نومولې شوي كسان شامل دي٬په رياستي مېډيا مو سينسرشپ ختم كړې٬د پلانټ فار پاكستان كمپائن له مخې په يوه ورځ كښې 15 لكه بوټي نال كړې شوي ۔د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو او اے پي پي سره په خاص خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل ډاكټر عارف علوي د عمران خان هغه وخت ملګرتيا كړې وه كله چې تحريك ان??اف يو وړوكې شان ګوند و٬هغه نظريې سره ثابت قدم پاتې شوې۔وفاقي وزير ووئيل د بدلون د سفر مهم پړاؤ د ډاګټر عارف علوي په مشرۍ كښې روان دې٬نن ماحول ډېر ښه و٬دا وئېل سم نه دي چې د اپوزېشن اتحاد تحريك ان??اف ته ګټھ رسولو لپاره مات ??وې دا منفي سوچ دے۔وفاقي وزير ووئيل د واكمن ګوند او اپوزېشن پشمول دريو واړو ګوندونو ان??خابي كمپائن چلولې۔فواد چوهدري ووئيل د عمران خان په ډله كښې هغه خلك شامل دي چې ورسره به معلومه شي چې په دوي كښې څومره زور دے۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په حكومت تنقيد كول د مېډيا حق دے٬كه مېډيا تنقيد ونه كړي نو څوك به يې كوي۔وفاقي د اطلاعات وزير ووئيل پريكړه ا??لس ته كول دي چې حكومت كار كوي يا مېډيا يوازې تنقيد خپروي۔ده ووئيل حكومت به خپل كار روان ساتي٬مېډيا كه مثبت تنقيد كولو نو مونږ به يې هركلے كوو۔له بلې خوا پي ټي وي سره په خبرو كښې د صدارتي كانديد په اړه د پيپلز ګوند لارښود سيد خورشيد شاه بيان په اړه د اطلاعات وفاقي وزير فواد چوهدري ووئيل د وزيراعظم د ټاكنې په موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سياسي ګوندونو سره د ايجنډې جوړولو پريكړه كړې وه نو د پيپلز ګوند لارښود خورشيد شاه له هم ورغلې ؤ او هغه وخت تحريك ان??اف او نورو سياسي ګوندونو د ا??لس مشرۍ ټاكنې لپاره كوم كانديد نه ؤ وړاندې كړې٬ ده ووئېل خورشيد شاه ته مو وئېلي و?? چې ا??لس مشرۍ لپاره متفقه كانديد راوستل كېدې شي خ?? چې كومه خبره سيد خورشيد شاه اوس كوي زه پرې پوهه نه شوم۔فواد چوهدري ووئيل هغه وخت ټي وي چينلو د ده كورېج نه كولو كېدې شي ځكه ده دا خبره كړې وي۔وفاقي وزير ووئيل د ا??لس مشرۍ په ټاكنو كښې برخه اخستل د هر يو سياسي ګوند حق دے خو مېډيا په دې خبره بيا بيا اسرار كول?? چې بايد اپوزېشن ګوندونو يو كانديد راوستې ؤ