لندن 06 جولائی (اے پی پی) پخواني وزیراعظم محمد نوازشریف او د هغه لور ??ریم نواز ایون فیلډ ریفرنس كښې د نیب عدالت څخه د سزا پريكړې نه پس د کلثوم نواز په ??وش كښې د راتللو سره هېواد ته د ستنيدو اعلان كړې دې ۔دا اعلان هغه د نیب کورټ پريكړې نه پس د جمعې په ??رځ لندن كښې د مریم نواز سره خبرې کنفرنس ته خپل خطاب کښې كړې۔ ده ووئيل څنګھ چې زما كوروداني بیګم کلثوم نواز په ??وش كښې راشي هغې څخه سلام دعا كولو نه پس به هېواد ته ستنېږم۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ما ته دې اوئيلې شي ما كوم کرپشن کړے ، ما كوم کك بیك اخستې۔ده ووئيل دغه خبره په سپريمم كورټ كښې هم يو جج كړې وه۔میا نواز شریف ووئيل زه پاکستان ته ځم او د وكيلانو سره د مشورې نه پس به د آئین او قانون ترمخه ترلاسه حقونه كاروم ۔ خواهش لرم چې هېواد ته ستنيدو څخه وړاندې بیګم کلثوم نواز اوينم، هغې سره خبرې وكړم۔ ده ووئيل هره ورځ دې امید سره روغتون ته ځم چې کلثوم نواز به په ??وش كښې راشي۔ ده ووئېل کلثوم نواز د تيرو 47 كلونو راهسې زما د ژوند ??لګرې ده۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مریم زما څخه ز??ات?? پاکستان ته د تللو لپاره چمتو ده۔نواز شریف ووئيل زما يو خواست هم عدالت نه دې منظور ??ړې ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاکستان كښې د سپيځلو ټاكنو هيله نه لرم۔ده ووئيل پاکستان كښې د وګړو وفادارۍ او ټكټونه بدل كړې شوي۔ څوك دې هغه چا چې زمونږ د وګړو وفادارۍ بدلولو سره هغوي آزاد ودرولې یا ئې په تحریك انصاف كښې شامل کړې او يا ئې ورله د جیپ نښه وركړې ده۔ده ووئيل په 1999 كښې هم زه 14مياشتې زندان كښې بند ??ړې شوې وم۔زما لپاره دا څه نوي خبره نه ده