اسلام آباد 06 جولائی (اے پي پي) د قامي سلامتيا كمېټۍ مني لانډرنګ او ترهه ګرۍ لپاره د سرمايې وركولو مخ نيوي په اړه د ذمه و??رو ترسره كولو لپاره د عزم پخلې كړې۔د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه د جمعې پھ ورځ د لنډ مهاله و??يراعظم جسټس(ر)ناصرالملك په مشرۍ كښې وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې د دفاع وزير نعيم خالد لودهي٬خارجه و??ير عبدالله حسېن هارون٬د خزانې وزيرې ډاكټر شمشاد اختر٬داخله و??ير محمد اعظم خان٬د اطلاعات وزير سيد علي ظفر٬د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبير محمو?? حيات٬سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه٬د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمد عباسي٬د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور٬د آئي اېس آئي ډي جي لېفټيننټ جنرال نويد مختار او نورو سول او عسكري چارواكو ګډون وكړو۔د خزانې وزيرې شمشاد اختر غونډه د فنانشنل ايكشن ټاسك فورس او انټرنېشنل كوآپرېشن رويو ډلو په پېرس كښې د شوو غونډو په مهال د شوي غور څخه په تفصېل خبره كړه۔د ايكشن پلان په تفصيلات او پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه و??وه۔كمېټۍ په فورم كښې د خزانې وزيرې او د هغې د ډلې هڅې وستائېلې۔د غ??نډ?? په مهال په هېواد كښې د اقتصادي صورتحال جاج واخستلې شو۔د خزانې وزيرې د معيشت په اړه تفصيلي بريفنګ هم وركړو