پېنډې 18 جون (اے پي پي) په پاك افغان پوله د ترهګرو په بريد كښې د شهيد شويو درې پوځي ځوانانو د جنازې لمونځ په ډېره اس??اع??ل كښې ادا كړے شو۔ د جنازې په لمونځ كښې د اېف سي آئي جي مې??ر جنرال عابد لطيف پشمول سول او پوځي چارواكو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ د جنازې د لمونځ نه پس د شهيد شويو حوالدار افتخار٬ سپاهي آفتاب ا?? د سپاهي عثمان جسدونه د چورلكې د لارې د دوي كلي ته ولېږل شول۔ د يادونې وړ ده چې تېره ورځ پاك پوځ د پاكستان په چوكې د افغان ترهګرو د بريد هڅه شنډه كړې وه او پكښې پنځه ترهګر وژل شوي وو۔ په پېښه كښې د حوالدار پشمول درې عسكر شهيدان شوي وو۔