اسلام آباد ۔05 جون (اے پی پی) الېكشن كمېشن د جسټس (ر) دوست محمد د خېبر پختونخوا لنډمهاله اعلی وزير ??وره كولو اعلان كړې۔ د نهې په ورځ د الېكشن كېمشن غونډه د چيف الېكشن كمشنر جسټس (ر) سردار محمد رضا په مشرۍ كښې و??وه۔ كومه كښې چې د كمېشن غړو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر لخوا په رالېږلې شويو 4 نامو غور وكړې شو۔ غونډې څخه وروس??و د الېكشن كمېشن چارواكو ميډيا سره خبرو كښې ووئيل جسټس (ر) دوست محمد د خېبر پختونخوا لنډ مهاله اعلی وزير ??وره كړې شوې۔ د ده د غوره كولو پرېكړه د ټولو په اتفاق شوې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د لنډ مهاله اعلی وزير په ټاكنه د خېبر پختونخوا اعلی وزير پروېز خټك او ?? مخالفې ډلې مشر مولانا لطف الرحمن ترمينځه د اتفاق نه را??لو څخه وروس??و دا معامله پارلماني كمېټۍ ته لاړه او دغلته هم د اتفاق نه را??لو څخه وروستو الېكشن كمېشن ته ولېږلې شوه۔ الېكشن كمېشن ته د حكومت لخوا د حمايت الله او اعجاز قرېشي او ?? مخالفې ډلې لخوا د منظور آفريدي او د پېښور پخواني چيف جسټس دوست محمد نامه لېږلې شوې وه۔ الېكشن كمېشن د رايو په اتفاق جسټس (ر) دوست محمد غوره كړو