اسلام آباد۔ 09 مارچ (اے پی پی) خارجه و??ير خواجه محمد آصف قامي اسمبلۍ ته و??يلي دي په ګرده نړۍ كښې د مېشته پاكستانيانو خېر ښېګړې له د کمیونټی وېلفیئر دفترونو شمېره زياتولې شي۔ د سپېن په زندانونو كښې بند 177 پاکستانیان هېواد ته راوستلو له به حكومت خپل كردار ترسره كوي۔ د جمعې په و??ځ قامي اسمب??ۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د طاهر اورنګزېب د پوښتنې په ځواب كښې د خارجه وزارت لخوا قامي اسمبلۍ ته په تحريري توګه ووئيل د سپېن په زندانونو كښې د پاكستانيانو بنديوانو شمېره 177 ده۔ خارجه و??ير خواجه محمد آصف د ضمني پوښتنې په ځواب كښې ووئيل مونږ هڅې كوؤ چې په كوم هېواد كښې د پاكستاني وګړو شمېره زياته ده دغلته د کمیونټی وېلفیئر دفترونو شمېره زياته كړې شي دغسې چې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني وګرو ګيلې لرې كړې شي۔ ده ووئيل د سپېن په زندانونو كښې د بنديوان 177 پاكستانيانو ډي پورټ كولو له به ګامونه پورته كولې شي۔ ده و??ويل دا خبره سمه ده چې دې ځائې څخه د نشائي توكو قاچاق كولې شي۔ ده ووئيل اینټی نارکوټکس بايد د قاچاق مخنيوي له فعاله ګامونه پورته كړي دغسې چې قاچاقبر دلته ونيولې شي او هغوي بهر هېوادونو كښې د پاكستان د بدنامۍ سوب جوړ نه شي۔ د ساجد نواز د پوښتنې په ځواب كښې خارجه و??ير ووئيل س??ودی عربستان كښې دا مهال 26 څخه تر 27 لکهھ پاکستانیان مېشته دي۔ پاكستاني وګړي د سعودي عربستان زندانونو كښې د اقامې يا چېك كېش نه كېدو په سوب بند دي۔ ددې مسئلو حل له په سعودي عربستان كښې د كميونټي وېلفيئر دفترونو شمېره زياتولې شي