ډېووس ۔ 24 جنوری (اے پی پی)وزیراعظم شاهد خاقان عباسی سره د سوېټزز لېنډ ډيووس ښار كښې د نړيوال اقتصادي فورم په مهال د آسيائي انفراسټركچر انوېسټمنټ بانك صد جني لي كيان ملاقات كړے۔ د وزیراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي او نور مشران حكومتي چارواكي هم په دې مهال موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د اسيائي انفراسټرکچر انوېسټمنټ بنک په اولنو ورځو كښې عزم لرونكې پل??ې پاتې شوې۔ ده هيله ولرله چې بانك سره به مضبوطې او غوره اړيكې ??ه ځائې ساتلې شي۔ وزیراعظم د بانك صدر ته د پاكستان د??رې بلنه وركړه۔ وزیراعظم د بانك صدر جن لي كيان ته ووئيل د وفاق تر انتظام لاندې سيمو پرمختګ او دا سيمې سماجي او اقتصادي هلو ځلو كښې شاملولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ وزيراعظم په دې خبره زور را??ړو چې فاټا كښې د بندونو جوړولو له د فنډز وركولو سره به دا سيمې پرمختګ او په قامي چوكاټ كښې را??ستلو له ښكاره پېشرفت وشي۔ ده د اوبو ذخيره كولو ٬ د بنيادي اډانې او د توان په اړه د راتلوونكو منصوبو عمل درآمد كښې د بانك لخوا د مرستې په حاجت زور را??ړو۔ آسيائي انفراسټرکچر انوېسټمنټ ګڼ اړخيزه پرمختيائي بانك دے كوم چې بنيادي اډانې او سيمه ايزو رابطو له مالي مرسته كوي۔ د بانك د سرمايې حجم 100اربه ډالره دے۔ پاكستان د دې بانك په جوړونكو هېوادونو كښې شامل دے۔ د بنک په بورډ آف ګورنرز كښې پاكستان لپاره يوه چوكۍ شته۔ بنک پاکستان كښې موټروے اېم فور شوركوټ خانيوال سېكشن او تربېله فائیو توسیعی منصوبې له پرله پسې د 100 او 300 ملینه ډالرو مرسته كړې۔ تېره مياشت د بورډ آف ??ائ??ېکټرز 7 كسيزه پلاوي د پاكستان د??ره هم كړې وه۔