اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د خوراك تحفظ او تحقيق قامي وزارت ته د پولټري څانګې د برآمداتو ودې لپاره د ګامونو پورته كولو او د څانګې ??حق??ه ډېوټيز په لړ كښې د مسئلو لر?? كولو لپاره د اېف بي آر٬ د خوراك تحفظ او تحقيق قامي وزارت٬ د تجارت او پولټري اېسوسي اېشن نمائندګانو پشمول د كمېټۍ جوړولو امر كړے دے۔ وز??را??ظم دا امر د پاكستان پولټري اېسوسي اېشن پلاوي سره خبرو كښې وكړو چا چې د نهې په ورځ وز??را??ظم دفتر كښې ده سره ملاقات كولو۔ د خوراك تحفظ لپاره وفاقي وزير سکندر حیات بوسن هم په دې موقع موجود ٶ۔ پلاوي كښې د اېسوسي اېشن چيئرمېن ډاکټر محمد اسلم، ډاکټر محمد صادق، ??یا جان محمد جاوېد، خالد سلیم، ډاکټر اشرف حنیف چوهدري او محمد عرفان مېکن شامل وو۔ د ملاقات په مهال د قامي خوراك تحفظ او تحقيق وفاقې سېكتر او سيئنر چارواكي هم موجود وو۔ پلاوي وز??را??ظم معیشت كښې د پولټري څانګې كردار٬ اسلامي نړۍ او مېنځني ختيز ته د برآمدي صلاحيت په اړه ووئېل ۔ پلاوي د څانګې صلاحيت له مخې پرمختګ او غېر ملكي زرمبادله ګټلو لپاره پولټري صنعت ته پېښې ځينې مسئلې هم په ګوته كړې۔ وزیراعظم د قامي خوراك تحفظ او تحقيق وزارت وفاقي سېكتر ته د پولټري اېسوسي اېشن لخوا د وړاندې كړې شوو تجويزونو جاج اخستو او د څانګې د برآمداتو ودې لپاره د ګامونو پورته كولو ام?? وكړو۔ وزیراعظم دا هم ام?? وكړو چې د دې څانګې ??حق??ه ډېوټيز په لړ كښې د مسئلو لر?? كولو لپاره د اېف بي آر٬ د خوراك تحفظ او تحقيق قامي وزارت٬ د تجارت او پولټري اېسوسي اېشن نمائندګانو پشمول كمېټۍ جوړه كړئ۔