اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د ډي اېټ هېوادونو د شهري هوابازې د مشرانو دوه ورځنې كنفرنس به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې پېل كېږي۔ په كنفرنس كښې به ډي اېټ هېوادونو ته ورپېښې د شهري هوابازې ستونزې او په دې څانګه كښې د راتلونكي و??ت د مرستې امكانات او چېلنجونه تر بحث لاندې رواستلې شي۔ د اېوي اېشن په ا??ه د وزيراعظم سلاكار سردار مهتاب احمد خان عباسي به د كنفرنس پرانسته كوي۔ د پاكستان د شهري هوابازې اد??رې كنفرنس لپاره چمتووالې نيولې۔ په كنفرنس كښې به د بنګله دېش٬ مصر٬ انډونېزيا٬ مالېزيا٬ نائجېريا٬ پاكستان او تركيې پشمول د ډي اېټ هېوادونو د شهري هوابازې مشران ګډ??ن كوي۔ د كنفرنس په مهال به بېلا بېلې ناستې كولې شي۔ په كنفرنس كښې ګډ??ن كوونكو هېوادونو ته به د كنفرنس د لارې د يو بل د تجربو څخه د استفاده كولو٬ د راتلونكي و??ت د لائحې وضع كولو او د روابطو په ټېنګولو د خبرو كولو موقع په لاس ورشي۔ د كنفرنس په وړومبې ورځ به ګډ??ن كوونكي د لورك ورثه د ميوزيم دوره كوي۔ د كنفرنس په دوهمه ورځ به ګډ??ن كوونكي د كار استعداد او تربيې په ا??ه د ټاسك فورس چارې تر بحث لاندې ر??ول?? او په پاكستان كښې به د فلائېټ انسپكشن فسېلټي٬ د سول اېوي اېشن د تربيې اد??رو او د ټركش ټېكنيك كمپني پروفائل پشمول په بېلا بېلو موضوعاتو پرېزنټېشن وركولې شي۔ ګډ??ن كوونكي به د شهري هوابازې د اهميت٬ د دې صنعت صورتحال٬ د تحفظ په اړه په ټاسك فورس٬ ډرون سېفټي او قواعدو او ضوابطو هم غور كوي۔