اسلام آباد 22 ست??بر (اے پي پي) خارجه ??زي?? خواجه محمد آصف وئيلي دي مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو مخنيوي لپاره د امريكې په هند اثر ??نداز كېدو له بايد خپل كردار ولوبوي۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل پاكستان د ملګرو م??تونو د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې په مقبوضه كشمير كښې د شوو بشري حقونو خلاف ورزيو راپور جوړولو لپاره نړيوالې ادارې ته د خپل يو استازې د ټاكنې تجويز هم وركړې۔ ده وئيل منطقه كښې امن لپاره پاكستان هند سره په مستقلو بنيادونو مذاكرات غواړي خو دې لپاره به هند له د پولې نه پورې اړخ ته راپارونكې كاروائۍ بندول وي كومو كښې چې يو شمېر وګړي مړه او ژوبل شوې دي۔ خارجه ??زي?? ووئيل د سوئيلي آسيا منطقه كښې امن لپاره پاكستان د سارك خارجه ??زي??انو په كنفرنس كښې هم غږ پورته كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ګرد هېواد كښې د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمې به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ دوام دار وي