اسلام آباد 24 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د نړۍ بيلو برخو كښې روانو شخړو حل كولو لپاره ?? نړيوالې ورورولۍ کردار او د بین الپارلیمانی یونین (آئی پی یو ) کلیدی تزویراتی ترجیحات په اهميت زور راوړلو سره وئيلي دي سوئيلي اسياﺀ كښې پوڅ امن او استحکام لپاره مقبوضه جمو او کشمیر شخړې حل كولو ته اړتيا ده۔ ده د انټر پارلیمنټری یونین صدر ګیبر ایلا کیوواس بیرن سره ??برې كولې چا چې د ګل په ورځ ده سره ??سلام آباد كښې ملاقات كولو ۔ د سينيټ چیئرمین صادق سنجرانی هم په دې موقع موجود ؤ۔د انټر پارلیمنټری یونین صدر د پاکستان په سرکاری دوره ??اغلې ۔ وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزیراعظم په هند كښې د آر اېس اېس او ??ی جے پی هندوتوا نظریې په اړه هغې ته ووئيل دې سره نه يواځې هند كښې ا??لی??ونو بلكه د سيمې امن او سلامتيا ته خطر پیښ دے۔ وزیراعظم عمران خان هغه افغانستان كښې د مسئلې سیاسی حل او په دې لړ كښې د افغانانو په مشرۍ كښې د امن او مصا??حت?? عمل لپاره ?? پاکستان پخوانۍ مرستې په اړه خبر کړو۔ ملاقات كښې وزیراعظم او د انټر پارلیمنټری یونین صدرې بین الپارلیمانی مرستې ، د کورونا وائرس وباء او سيمه ايز امن او سلامتيا په اړه په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د پارلیمان او پارلماني غړو کردار زياتولو په لړ كښې د انټر پارلیمنټری یونین صدر حیثیت سره ?? ګیبر ایلا بیرن خذمات وستائل او پارلیمانی سفارتکارۍ كښې آسانيو لپاره ??ې د انټر پارلیمنټری یونین کردار رامخې ته كړو۔ ده د کورونا له امله په نړيواله كچه د صحت او معیشت په اړه رامخې ته شوو چیلنجونو ترمخه پاکستان كښې د حکومت سمارټ لاك ډاؤن پالیسۍ او د نورو اقداماتو په سوب صورتحال كښې د ښه والي نه هم مېلمنه خبر كړه