اسلام آباد ۔ 11 اګست (اے پي پي) د هوابازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي پي آئي اے د جشن آزادۍ خوشحالۍ يو په دوه كولو لپ??ره د خصوصي پروازونو او رعايتي پېكج اعلان كړے ۔ د نهې په ورځ د هوابازۍ ډويژن لخواجاري بيان كښی ده ووئيل د اګست 14 مې نېټې څخه ??کھر، ملتان او ګوادر لپ??ره د هېواد د نورو برخو نه پروازونه پېل كړے كېږي۔ هغه ووئيل د هېواد دننه سېلګرۍ ته وده وركولو له د آزادۍ ورځې په رخصتيو كښې به ګلګت او سكردو لپ??ره هم كرايه كښې رعايت وركولو سره خصوصي پروازونه چلولے شي۔ د جشن آزادۍ پېكج له مخې د اسلام آباد، لاهور او کراچۍ ترمينځه كرايه كښې 14 فيصده ??عايت شوے او د سامان حد تر 73 كلو زيات كړے شوے۔ وفاقي وزير ووئيل د برطانيه او اروپاﺀ لپ??ره د پي آئي اے متبادل فضائي آپرېشن بحالۍ پلو روان يو۔ د اګست په 14 مه نېټه برطانيې لپ??ره د متبادلو انتظاماتو د لارې فضائي آپرېشن بحال كولے شي او د پېرس لپ??ره هم د پي آئي اے د دوه خصوصي پروازونو شېډول جاري كړے شوے ۔ده ووئېل په 15 اګست به پېرس نه اسلام آباد او په 16 م اګست به اسلام آباد نه پېرس ته پرواز روانېږي۔ غلام سرور خان ووئيل حكومت اروپا او برطانيه لپ??ره د پي آئي اے فضائي آپرېشن بحالۍ له هر ممكنه هڅې كوي