اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپيكر اسد ??یص?? وئيلي دي هند به د پوځي محاصرې د لارې د مقبوضه جمو او کشمیر اولس د آزادۍ تحریك ته زيان سولو كښې کامیاب نه شي۔ ده ووئيل مقبوضه جمو او کشمیر كښې پوځي محاصرې او غیر قانونی اقداماتو سره د هند حکومت او په خاص توګه د مودی سرکار استحصالۍ عزائم نړۍ ته په ډاګه شوي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د كشمير د استحصال ورځې په موقع جاری خپل يو پیغام كښې كړي كومه به چې په ټول هيواد كښې په 5 اګست لمانځلې شي۔ ده ووئيل د هيواد ټول سیاسی ګوندونه د کشمیر په مسئله يو موټے دي او ټولو د هند د 5 اګست غیر قانونی او يو اړخيزه اقدام غندنه كړې۔ ده ووئيل د هند حکومت د اړخه د هند د آئین څخ?? آرټیکل 35 اے او 370 خاتمې غیر قانونی اقدام باجود هند د کشمیریانو د آزاتدۍ تحریك ته زيان رسولو كښې ناكامه راغلے۔ ده ووئيل کشمیري اولس باندې روانو ظلمونو د هند د انتها خوښې حکومت اصل ایجنډا په ډاګه كړې۔ ده ووئيل د مودی سرکار په منافرت اډانه اقدامات د ټولې سيمې امن او سل??متیا خطر سره مخ كړے۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان به د كشمير مسئلې تر حل كېدو د کشمیریانو د هيلو او د ملګرو ملتونو سل??متی کونسل قراردادونو له مخې د کشمیري اول?? مرسته روان ساتي