اسلام آباد ۔ 30 مئی (اے پی پی)عوامي نېشنل پارټۍ (خېبر پختونخوا) نوې اېس او پيز سره د ګل ورځې نه د باچا خان مركز په شمول د ټول?? دفترونو پرانستلو پرېكړه كړې ده۔ باچا خان مركز كښې د صوبائي صدر اېمل ولي خان په مشرۍ كښې غونډه كښې په يوه خله دا پرېكړه وكړې شوه۔ غونډه كښې دا پرېكړه هم وكړې شوه چې د باچا خان مركز په شمول د ګوند په ټول?? دفترونو كښی به په مصافحه كولو او ترغاړه وتلو بندېز وي۔ دغسې په ټول?? دفترونو كښې به دستانې او ماسك اچول لازمي وي۔ ضروري غونډې به د وېډيو لنك د لارې ك??لې شي۔ دا هم پرېكړه وكړې شوه چې د ګوند دفترونو كښې به مېلمنو ته د خوراك څښاك څيزونه وړاندې ك??لې نه شي۔ دغسې هڅه به ك??لې شي چې رابطې د كاغذ د لارې ??مې او په اي مېلز زياتې وي