اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم ع??را?? خان وئيلي دي حكومت د كرونا وائرس مخ نيوي لپاره كوټلې اقد??ما?? كوي٬ زراعت به بجټ كښې خَاص پاملرنه كولې شي٬ پا??لمان موثره او فعاله ساتل زيات ضروري دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم ع??را?? خان د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره په خبرو كښې كړې چا چې وزيراعظم سره د جمعې په ورځ ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال په سياسي او د كرونا په وضعه د خيالاتو څرګندونې سره سره د هېواد معيشت ته د رامخې ته شوو چېلنجونو او په حكومتي اقد??ما??و خبرې اوشوې۔ وزيراعظم ع??را?? خان ووئيل حكومت د كرونا وائرس مخنييوي لپاره كوټلې اقد??ما?? كوي٬ زراعت ته به په بجټ كښې خَاص پاملرنه كولې شي٬ كركيلي لپاره موثرې پاليسۍ ته پاملرنه كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل د زرعي تخمونو لپاره خاص كمېټۍ څخه سفارشات غوښتې شوي۔ په دې موقع سپيكر اسد قېصر د كرونا وائرس په اړه د پا??لماني كمېټۍ د تجويزونو نه وزيراعظم خبرولو سره د قامي اسمبلۍ د ورچوئل غونډې كولو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع پا??لمان كښې د قانون سازۍ په اړه په بېلا بېلو چارو هم خبرې اوشوې۔ سپيكر ووئيل پا??لمان په اوسنۍ وضعه كښې موثره كولو لپاره د جوړې كړې قائمه كمېټۍ د وېډيو لنك د لارې غونډې كوي۔ وزيراع??م د قائمه كمېټو د وېډيو لنك د لارې د غونډو كولو ستائنه كولو سره ووئيل پا??لمان موثره او فعاله ساتل زيات ضروري دے۔