اسلام آباد ۔ 28 مارچ (اے پی پی) په كورونا قابو موندلو له چين څخه د طبي پوهانو ډله او د مرستې سامان را??ړلو سره خاص الوتكه پاكستان ته را??رسېده۔ د چين حكومت لخوا د كورونا مقابلې كولو صلاحيت لرو??كې 8 كسيزه طبي ډله او د مرستې سامان را??ړلو سره خاص الوتكه اسلام آباد ته راررسېدلې ده۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرال محمد افضل د چين مېلمنو هركلې وكړو۔ پاكستان كښې د چين سفير هم په دې موقعه موجود وو۔ د اېن ډي اېم اے وياند له مخې د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی چيئرمېن په دې اړه ووئيل د كورونا په ضد چين په وخت زمونږ مرسته كړې ده۔ په نني سامان كښې د كورونا تشخيص 105 زره څخه زيات كټس شامل دي۔ دغسې 20 لكه څخه زيات ماسك او 77 زره ميډيكل كور هم را??ېږلې شوي دي۔ په خصوصي پرواز كښې 217 وېنټی لېټرز اور 50 زره مېډیکل د??تانې هم شامل دي۔ د علي بابا فاؤنډېشن او جېك ما فاؤنډېشن لخوا 50 زره ټېسټنګ کټس او 5 لکھ حفاظتی ماسک پاکستان ته وركړې شوي دي۔ چین د درہ خنجراب د لارې دوه ټنه ماسك ٬ ټېسټ كټس ٬ وېټي لېټرز او طبي حفاظتي ډرېس هم پاكستان ته وركړې دي۔ د وياند له مخې د چين طبي پوهان به تر دوه اونيو پاكستان كښې پاتې كېږي