اسلام آباد ۔ 22 مارچ (اے پی پی) د وزیراعظم د سمندر پورې پاكستاني وګړو خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري تفتان كښې د قرنطينه آسانيو په اړه د غېر ملكي ميډيا غلط راپور رد كړې دې۔ د اتوار په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر خپل پېغام كښې ده ووئيل يادې شوې ادارې د سستۍ څرګندونه كړې او ??فتان ته د تلو او ??غلته د صورتحال معلومولو زحمت ئې نه دې كړې۔ ده ووئيل ګارډين په بې بنسټه خبرونو اډانه راپور وړاندې كړې دې۔ ده ګارډين ته مشوره وركړه چې دا مهال د?? هغه د برطانيي معاملو ته پام وكړي۔ زلفی بخاری د بلوچستان اعلی وزير د جام كمال د يو ټويټ هم حواله وركړه كوم كښې چ?? هغه ياد شوې خبر ??عل?? ګرځولو سره وئيلي چې د ګارډين نمائنده د تفتان دوره نه ده كړې۔ زلفي بخاري په سوشل ميډيا د فېك نيوز رد كولو په لړ كښې د بلوچستان د اعلی وزير ستائنه هم وكړه۔