اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د حكومت د مذاكراتي كمېټې مشر پروېز خټك وئيلي دي چې د اپوزيشن مشران جمهوريت نه غواړي بلكې په زور حكومت ??تم??ل غواړي٬ يو خوا د مذآكراتو خبرې او بل خوا د بريد كولو خبرې كوي٬ د وزيراعظم په استعفٰي به هېڅ خبره نه شي كولې٬ په دې لړ كښې دې څوك سوچ هم نه كوي٬ د مولانا فضل الرحمان په بيان به عدالت ته رجوع كوو٬ په دې لړ كښې زمونږ كېس تيا??ېږ??٬ اپوزيشن لپاره زمونږ دروازې اوس هم پرانستې دي٬ تصادم نه غواړو٬ كه څه وشول ذمه وار به ئې اپوزيشن وي٬ كه په ټاكنو كښې درغلي شوې نو اړوند ادارو ته دې رجوع وكړې شي۔ د خالي په ورځ د غونډې كولو نه پس خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې پروېز خټك ووئيل چې په غونډه كښې په ډېرو چارو خبرې شوې دي۔ ده ووئيل چې اكرم دراني سره پرله پسې په رابطه كښې يو٬ ټول اپوزيشن لپاره زمونږ دروازې اوس هم پرانستې دي۔ په دې موقع د خزانې پخوانې و??ير اسد عمر٬ د تعليم و??ير شفقت محمود٬ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستياله فردوس عاشق اعوان او د مذهبي چارو وفاقي و??ير نورالحق قادري هم موجود وو۔ پروېز خټك ووئيل چې مونږ اپوزيشن سره په كړې لوظونو ولاړ يو خو د اپوزيشن لخوا يو خوا د مذاكراتو خبرې كېږي او بله خو د بريد كولو وئيلې شي٬ كه داسې وشي نو دوي به د لوظنامې خلاف ورزي وكړي۔ رهبر كمېټې سره چې كومه لوظنامه شوې٬ مولانا فضل الرحمان ئې توثيق كړے۔ ده ووئيل چې د اپوزيشن مشران جمهوريت نه غواړي بلكې په زور حكومت ??تم??ل غواړي٬ يو خوا د مذآكراتو خبرې او بل خوا د بريد كولو خبرې كوي٬ د وزيراعظم په استعفٰي به هېڅ خبره نه شي كولې٬ په دې لړ كښې دې څوك سوچ هم نه كوي٬ د مولانا فضل الرحمان په بيان به عدالت ته رجوع كوو٬ په دې لړ كښې زمونږ كېس تيا??ېږ??٬ اپوزيشن لپاره زمونږ دروازې اوس هم پرانستې دي٬ تصادم نه غواړو٬ كه څه وشول ذمه وار به ئې اپوزيشن وي٬ كه په ټاكنو كښې درغلي شوې نو اړوند ادارو ته دې رجوع وكړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې اپوزيشن په هېواد كښې فساد غواړي۔ ده ووئيل چې د لغوا ډلو بېرغونه هسكولې شي۔