اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې امن لپاره قوم لوي قيمت ادا كړے٬ د زرګونو په شمېر د ??رو??و قربانې سره په هېواد كښې د امن چراغ بل شوے٬ مولانا فضل الرحمان د امن چراغ ولې مړ كول غواړي۔ د خالي په ورځ په ټويټر په خپل پېغام كښې هغې ووئيل چې په جمهوريت كښې مذاكرات د غلط فهمې د خاتمې او د اتفاق رايې پېدا كولو يواځنې ذريعه وي۔ د خبرو د لارې د ستونزو حل راوځي۔ هغې ووئيل چې مولانا فضل الرحمان دې د خپلې انا٬ ض?? او د ذات د خول نه بهر راوځي۔ هغې ووئيل چې د پاكستان چ??لن??ونه په نظر كښې ساتلو سره اتحا?? او يووالې د وخت مهم ضرورت دے۔ هغې ووئيل چې قومي پرمختګ او پاكستان عظيم هېواد جوړولو لپاره به په ګډه هڅې كول وي۔