اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چي بلاول صاحب دې د هوش نه كار واخلي او په خپلو كرپشن ځپليو اداګانو دې غور وكړي٬ زمونږ ادارې زمونږ فخر٬ دفاع او د سلام??يا ضامن دي٬ په سړو مازغو سره سوچ وكړه چې بهټو اوس په لاړكانه كښې ژوندې ولې نه دے۔ دوه ورځې وړاندې اولس د خپلې رائې په طاقت ستا د ادارو په نښه كولو بيانيه خاورو سره خاورې كړې۔ د خالي په ورځ په ??پل يو ټويټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې په ??پل حكومت ??ښې د سركاري وسيلو بې دريعه استعمال سره شوې غونډې ?? اولس د جذباتو او احساساتو عكاسي نه كوي۔ هغې ووئيل چې زمونږ ادارې زمونږ فخر٬ دفاع او د سلام??يا ضامن دي۔ د پاكستان دښمن بيانيې نه مرغوب كېدونكي د غېر ذمه وارې بيانونو سره كوم آقا خوشحالوي۔ هغې ووئيل چې كه تاسو د هېوا?? او رياست احساس لرلو نو د غېر ذمه وارې بيانونو فلم به مو نه چلولو۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې ته يوازې د ابو او پهوپهو د كرپشن بچ كولو فكر لرې۔