اسلام آباد 26 ستمبر (اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي په پاكستان كښې د بريسټ كين??ر په رنځ هر 15 دقيقې پس يوه مېرمن په حق رسيږي ٬د دې رن?? پھ اړه خبرتيا پید?? كولو لپاره يو كوټلي پروګرام ته اړتيا ده دغسې چې مېرمنې د دې څخه بچ كېدو او په وخت د درملنې آسانيو څخه استفاده وكړې شي۔ده د زيارت په ورځ د نېشنل هېلت سرو??ز بريسټ كين??ر په اړه د بريفنګ غونډې ته وېن?? كوله۔د وزيراعظم د قامې روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا٬د شوكت خانم ميموريل روغتون٬د شفاﺀ انټرنېشنل پوهنتون او د يونيسف نمائندګان هم په غونډه كښې موجود وو۔اولس مشر په پمز روغتون كښې د فېډرل بريسټ كينسر سنټر د اړخه د سكريننګ وړيا آسانۍ وستائېلې چې پكښې د بريسټ كينسر ابتدائي كيسونو په وخت تشخيص شوې۔ده د فېډرل بريسټ كينسر سكريننګ سنټر له د سكريننګ پروګرام په اړه د بشپړه مرستې باور وركړو دغسې چې د دې رنځ له امله كېدونكو مرګونو كښې كمې رامخې ته شي۔ اولس مشر ته د بريسټ كينسر تشخيص او د دې رنځ له امله د مرګونو په شرح كښې كمي لپاره د ميپنګ او سكريننګ آسانيو په اړه بريفنګ وركړې شو۔په دې موقع ووئيل شول په آسيا كښې د بريسټ كينسر تر ټولو زياته شرح پاكستان كښې ده٬په 9 مېرمنو كښې يوه مېرمن په دې رنځ اخته ده۔د كال 90 زره د نوو كيسونو تشخيص كېږي چې پكښې 40 زره مېرمنې په حق رسيږي