اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعو??ن وئيلي دي چې زلزله ځپليو لپاره د راغلې مرستې د 8 كروړه روپو سركاري چېك نېغ په نېغه د شهباز شريف زوم علي عمران په ذاتي اكاؤنټ كښې جمع شوے٬ كه شهباز٬ د هغه زامن سره د زوم ريښتيني دي نو بيا د هېواد نه ولې تښتېدلي دي٬ د ليګ ويانده دروغو ته تحفظ وركولو لپاره د دروغو د پاسه دروغ وائي۔ د ګل په ورځ په خپل يو ټويټ كښې د وزيراعظم مرستيالې ووئيل چې زلزله ځپليو لپاره د راغلې مرستې د 8 كروړه روپو سركاري چېك نېغ په نېغه د شهباز شريف زوم علي عمران په ذاتي اكاؤنټ كښې جمع شوے۔ د جرم د دې حقيقت اعتراف د اېرا افسر اكرام نويد نېب سره پلي بارګېن كولو په مهال د خپل بيان حلفي په صورت كښې هم كړے۔ هغې ووئيل چې د اېرا د افسر د اعتراف نه پس بهتره دا ده چې د شهباز شريف كورنۍ هم اعتراف كولو سره د كرپشن نه توبه وكړي۔ هغې ووئيل چې د توبې دروازې هر وخت پرانستې ??ي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعو??ن ووئيل چې د دروغو پښې نه ??ي۔ د ليګ ويانده دروغو ته تحفظ وركولو لپاره د دروغو د پاسه دروغ وائي۔ هغې ووئيل چې د نوكرې په زنځير كښې تړلې ويانده به تر كوم وخت د غلا٬ كرپشن او مني لانډرنګ دفاع ك??ي۔ هغې ووئيل چې د شهباز اېنډ سنز د تورو كارنامو او ټي ټيز ل??ټ دومره اوږد دے چې دفاع ك??لو سره سره به ئې ز?? وياند هم لاسونه پورته كړي۔