اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د روډ ټو مك?? په پروژه كښې په ګډون د سعودي باچا او ولي عهد مننه كوو٬ په دې پروژه كښې د پاكستان ګډون د سعودي مشرتابه لخوا په وزيراعظم عمران خان د باور او پاكستاني اولس سره د يووالي څرګندونه ده۔ د خالي په ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغې ووئيل چې حاجيانو ته د دوي حق بېرته وركول د عمران خان د سياسي بصيرت څرګند ثبوت دے۔ د هر ي?? كس په اخراجاتو كښې كمي سره به حاجيانو لپاره اسانيې پېدا شي۔ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د اح??اس پروګرام د لارې د فرق نه بغېر حقدارو ته حق وركول د وزيراعظم لخوا محروم طبقو سره د محبت٬ اح??اس او اولس دوستې د پالېسې عكاسي ده۔