سرینګر ۔ 10 فروری (اے پی پی) مقبوضه كشمير كښې د كال 2018ء په مهال د تور قانون ” پبلک سېفټی اېکټ” ترمخه 510 كسان نظر بند كړې شوي او دا شمېره د كال 2016ء په مقابله ??ښی يو په دوه ده كله چې د هندي ځواكونو د لاسه د نوموړي ز??مي لارښود برهان مظفر واني شهادت څخه وروس??و په مقبوضه سيمه كښې تر څو مياشتو احتجاجي تحريك چلېدلې وو۔ د كشمير ميډيا سروس ترمخه سرينګر څخه خپور شوي د يوې ورځپاڼې راپور كښې وئيلي شوي دي چې په كال 2018ء كښې په 510 كسانو ددې تور قانون پبلک سېفټی اېکټ اطلاق شوې وو۔ په كال 2016ء كښې دا شمېره 230 وه۔ دغسې په كال 2017ء كښې 410 كسان ددې ??انون ترمخه نظر بند كړې شوي وو۔ راپور كښې وئيلي شوي چې ددې ??انون ترمخه په كال 2018ء كښې نظر بند كړې شوي كسانو كښې زياتره د جموں کوټ بھلوال زندان كښې ساتلې شوي دي۔ ددې ??انون ترمخه د نيولې شويو كسانو كېس تر 6 مياشتو كوم عدالت كښې روان وي او بيا تر 6 مياشو دې ??ظر بند ساتلې شي۔ وروستو دا موده تر يو كال يا دوه كاله زياتولې شي۔ د قانون پوهانو وېنا ده چې يو وګړې چې د كومو تورونو په بنياد نظر بند كړې شوي و هغه هم د دغه تورونو په بنياد يو وارې بيا نيولې كېدې ??ه شي ولې دلته كشميري وګړي په كلونو نظربند ساتلې شي