اسلام آباد 24 جنوری (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئېلي دي د هائبر ففته جنرېش?? وار د لارې نوې نسل تباه كړې كېږي٬پاكستان به د نشه ??ي توكو څخه پاكولې شي٬د خپلې ټولنې اقدار به بحالول وي٬پاكستاني قام په ځانګړو قربانيو وركولو خپل تحفظ كړې٬قوي او پخواني نظام كښې به د ماشومانو ښه تربيه كېدله٬د ژوند په زغل كښې مور او پلار خپل بچي نظرانداز كړي۔د زيارت په ورځ هلال احمر پاكستان كښې د اسلام آباد ضلعي انتظامې د سيوري لاندې”نشه ??ي توكو څخه پاك اسلام آباد”په سرخط سېمينار ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د يو بل لپاره احساس او دړد د وړاندې غوندې نه دې پاتې٬د ژوند زغل او خواهشاتو ترسره كولو ??ښې مونږ دومره وړاندې تللي يو چې خپلې انفرادي او اجتماعي ذمه وارۍ مو هېرې كړي۔ده ووئيل وړاندې به چې پھ يو كور كښې مړے وشو نو تر لرې لرې به خلق غمجن وو۔د يو بل لپاره به په زړه كښې دړد او تكليف لرلې شو٬اوس په ټولنه كښې د وړاندې غوندې جذبه پاتې نه ده پاتې ۔ده ووئيل د ژوند په زغل كښې مور او پلار خپل بچي نظرانداز كړې او بچي يې استاذانو او ملازمانو ته سپارلې ۔وړاندې به مور او پلار په خپلو بچو نظر ساتلو۔ده ووئيل مور او پلار دې خپلو بچو له موبائل فون٬ټېبلټ او لېپ ټاپ نه وركوي او د ??غو?? په هلو ځلو دې نظر وساتي۔ده ووئيل مونږ له به په خپل ځان كښې د لوے څښتن يره پیدا كول وي٬ دوهم وزير ووئيل پاكستان لويې قربانۍ وركړي٬د پاكستان په حقله بېلې پېشنګوائۍ شوي خو لوے څښتن په فضل پاكستان قائم او دائم دے ۔ده ووئيل مونږ له به په ګډه د يو ډلې پھ صورت هلې ځلې كول وي٬مونږ له خپل خانداني نظام بحالولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل مدرسو او تعليمي ادارو كښې د نشه ??ي توكو په ضد خبرتيا پیدا كولو ??ه اقدامات كېږي٬د مدرسې د ټولو ??اشومانو تحفظ د رياست ذمه واري ده۔??غو?? له به جديدې آسانۍ وركولې شي او ??غو?? به د ټولنې د نورو ماشومانو سره يو ب??اب?? كول وي۔