اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ایوب خان وئيلي دي د برېښنا غلا او د كنډا سستم مخنيوي لپاره به د اے بي سي كېبل لګولو كار تر راتلونكي اوړي بشپړ كړې شي٬ په كومو سيمو كښې چې د برېښنا غلا يا د كنډا نظام موج??د دے هلته د لوډشېډنګ نه كولو ضمانت نه شو وركولې٬ د بقايا جاتو وصولۍ لپاره لائحه جوړو٬ ډي آئي خان٬ كرك او پېښور كښې د ??رب??نو روپو لائن لاسز دي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ناصر موسٰي زئۍ پېښور كښې د ټاسك فورس لخوا د برېښنا د كورني مصرف كوٶنكو په ځائ د صنعتي او تجارتي مصرف كوٶنكو مسئلو ته د ترجيح وركولو پحقله د پام راګرځولې د نوټس په ځواب وفاقي وزير ووئيل زمونږ حكومت د برېښنا په ټېرف كښې د نېپرا د تجويز نه كمه اض??فه كړې ٬ 75 فيصده خلق دې اض??فې څخه ??ست??نٰې لري٬ ده ووئېل 95 فیصده صنعتي مصرف كوٶنكي د دې اض??فې په زد كښې نه راځي٬ مونږ ټاسك فورس جوړ كړې چې مشري ئې دوهم كمنشر كوي٬ دا ټاسك فورس به د برېښنا غېر قانوني كنكشن قانوني كوي او د برېښنا غلا مخنيوي لپاره به اقدامات كوي۔ وفاقې وزير ووئيل په كومو سيمو كښې چې د برېښنا غلا يا د كنډې نظام موج??د دے د لوډشېډنګ نه كولو ضمانت نشو وركولې٬ د بقايا جاتو وصولۍ لپاره لائحه جوړو٬ ډي آئي خان٬ كرك او پېښور كښې د ??رب??نو روپو لائن لاسز دي٬ هېواد به تر كومې دا زيان برداشت كوي٬ ده ووئېل اهلكارو سره په ګډه دا كار كېږي٬ دې څخه بچ كېدو لپاره جديده ټېكنالوجي معرفي كوٶ٬ چرته چې غلا كېږي هلته به لوډشېډنګ كېږي٬ اے بي سي كېبل معرفي كوٶ ??و په دوېم پړاٶ كښې به سمارټ ميټر معرفي كولې