اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پ?? پی) د قامې روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني د پولي كلينك روغتون د ډينګي وارډ څارنه كړې او ?? ډينګي رنځورانو ته د وركړې كېدونكو د معالجې آسنانيو ئې جاج اخستې ۔په دې موقع د روغتيا وزير امر وكړو چې د رنځورانو په معالجه كښې هېڅ بېغوري ونه كړې شي او په علاج كښې به كوم ډول بېغوري ونه زغملې شي ٬ دغسې په روغتون كښې دې د صفائۍ نظام دې لا ښه كړې شي۔ ده ووئيل په ډينګي قابو موندلو لپاره ګامو??ه پورته كوو۔ د تېر كال په نسبت سږ كال د ډينګي كيسونه كم رپورټ شوې دي او ??ياتره كيسونه د كلي والو سيمو څخه رپورټ شوي۔ وفاقي وزير ووئيل د ډينګي مخ نيوي لپاره داخلي او ??هرنې څارنه روانه ده ٬ ده ووئېل ولاړې اوبه به د كيميائي موادو په مرسته پاكولې شي۔ د روغتيا وفاقي وزير ووئيل تېره ورځ د ډينګي مخ نيوي لپاره ما د ترنول يونين كونسل دوره كړې وه۔ د اسلام آباد هېلت ډيپارټمنټ په وائرس قابو موندلو لپاره افرادي قوت او وسائل كارولي دي۔ دغه وجه ده چې په ??با قابو موندلې شوې او ?? لوے څ??تن په فضل ډينګي وائرس د ترنول څخه بهر نه دې وتل