اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر اي??ب وئېلي دي تېر حكومت د 29 زره اربه روپو د قرضونو ټائم بم پريښودې٬په سسټم كښې د 19 نه تر 19 نيم زره مېګاواټ نه د زياتې برېښنا وركولو صلاحيت نشته٬پخواني حكومت چې څومره هم پارو پلانټس لګولي هلته ټرانسمېشن لائنونه نشته٬ګرځينده قرض 1200 اربه روپو ته رسېدلې ٬د برېښنا غلا مخ نيوي لپاره اے بي سي كېبل كارولو٬ټرانسمېشن لائن آف ګرېډ كولو او د واپډا ملازمانو څخه د وړيا برېښنا آسانۍ بېرته اخستلو پشمول په نورو چارو غور روان دے۔ده د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه وروستو د اطلاعات او خپرونو وزير چوهدري فواد حسېن سره پي آئي ډي كښې مېډيا ته بريفنګ وركولو۔عمر اي??ب ??وئ??ل په 2013 كښې د پاكستان ټول قرض 15 زره اربه روپۍ ؤ٬ اوس د ټول پور حجم 29 زره اربه روپو ته رسېدلې٬په دې پور كښې مهمه برخه د ګرځينده قرض ده۔ده ??وئ??ل د برېښنا پیداوار چې هر څومره زيات شي خو كه په سسټم كښې شاملېدې نشي نو هېڅ فائده نه لري۔ده ??وئ??ل تېر حكومت د برېښنا پلانټونه په هغه ځايونو لګولي چرته چې بيخي ټرانسمېشن لائنز نه وو او كه چرته وو نو هغه ډېر لري وو ٬ ده ووئېل په نويو ټرانسمېشن لائن يوه روپۍ نه ده لګولې شو?? ځكه نن د كيپيسټي چارجز پېټې اولس پورته كوي۔وفاقې وزير ??وئ??ل اوسنۍ حكومت غواړي چې اولس د لوډشېډنګ نه خلاص كړي٬د كم ولټېج مسئله لرې كړي او ټرانسمېشن سسټم بهتر كړي۔ دتوان وفاقي وزير ??وئ??ل په تېر حكومت كښې د لږې وصولۍ٬د ناقص ټرانسمېشن سسټم ٬ د تېلو په بيعه كښې د زياتوالي باوجود په وخت د نرخونو نه زياتولو په سبب ګرځينده قرض زيات شوې٬دا وخت دغه قرض 640 اربه روپو ته رسېدلې۔ده ??وئ??ل د نېنشل هولډنګ پاور كمپنۍ 550 اربه روپۍ د دې نه ځانله دي ٬ دغسې ټول ګرځينده پور 1200 اربه روپو ته رسېدلې او د دغې چېلنجونو ترمخه د خزانې وزير مني بجټ وړاندې كړې۔عمر اي??ب ??وئ??ل د تېر حكومت لګولي 4 اېل اېن جي ټرمينل د بحران سره مخ دي٬ده ??وئ??ل د برېښنا د 100 يونټو په وركړه د 29 يونټو پېسې نه دي ترلاسه كړی شوې چې پكښې سركاري٬غېر سركاري٬لائن لاسز او د كنډو د لارې د برېښنا غلا شامله ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئ??ل آئي پي پيز بشپړه خپلواكه دي٬تېرو حكومتونو د برېښنا ويشوونكو كمپنو سره داسې لوظ نامې كړي كه اوسنې حكومت په دغې كښې بدلون وغواړي نو كمپنۍ به عدالتونو ته لاړه شي او داسې پېښې رامخې ته شوي هم دي۔ده ??وئ??ل وزيراعظم عمران خان تېره ورځ د بندونو په حقله بريفنګ كښې سپارښتنه كړې چې د داسو بند ځپليو له بهتره معاوضه او آسانۍ وركړئ۔داسې پالېسۍ جوړې كړې چې ورسره ځپلي مطمئن وي چې نورو بندونو له لاره هواره شي