اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس(ر) ناصرالملك د ګل په ورځ پاكستان مانومنټ كښ?? د تاريخي اهميت لرونكو دوو ونټېج موټر ګاډو نندارتون پرانسته كړې ده كوم چې د هېواد مشرانو او حكومت وخت په وخت دوره كوونكو نوموړو شخصياتو كارولې دي ۔رولز رائس سيلور شيډو او مرسټډيز پل مين اېس 600 د وزيراعظم آفس له اړخه د پاكستان مانومنټ ميوزيم لپاره د ډالۍ په توګه وركړې شوي او اولس لپاره دا نندارتون پیل شوې۔وزيراعظم ناصرالملك د دې ګاډو د نيلامۍ نه كولو او د تحفظ پريكړې سره دا په ميوزيم كښ?? د اودرولو امر كړې دغسې د دې څخه وړاندې د دې موټر ګاډو د نيلامولو تجويز وركړی شوې وو۔د عجائب ګهر دور?? په وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د دې نندارتون سره به نوې نسل ته د پاكستان د تاريخ او د دورو كوونكو نړيوالو شخصياتو د مېلمستوب روايت په اړه خبرتيا ترلاسه شي۔وزيراعظم د ميوزيم څارنه وكړه او ونټېج موټرو كښ?? يې خوښي ولرله۔وزيراعظم دا د قامي تاريخ يوه مهمه برخه وګرځوله۔د دې څخه وروستو د لوك ورثه ايګزېكټو ډائرېكټرې شاهيره شاهد اے پي پي ته ووئيل حكاس پرائيوېټ لمېټډ د دې قامي ورثې تحفظ كولو جذبې ترمخه دا ونټېج موټر?? په رضا كارانه توګه بحال كړې۔ دې باور ښكاره كړو چې تاريخي ورثه لرونكې دا موټروے به پھ دې منفرد ميوزيم كښ?? د سېلګرو پام ځان ته راوګرځوي۔مرسټډيز پل مين اېس 600 موټر په 1970 كښ?? جوړ كړې شوې ؤ او پاكستان دا په 1970 كښ?? درآمد كړې ؤ او د هغه وخت اولس مشر جنرال يحيٰی خان او وزيراعظ?? ذوالفقارعلي بھټو په استعمال كښ?? پاتې شوې ؤ ۔د دې موټرو كارونكو نوموړو غېر ملكي شخصياتو كښ?? د فلسطين اولس مشر ياسر عرفات٬د مصر اولس مشر انورسادات٬د لېبيا اولس مشر كرنل معمر قذافي٬د سعودي شاه فېصل بن عبدالعزيز او نور نوموړي لارښود شامل دي۔رولز رائس سيلور شيډو په 1976 كښ?? جوړ كړې شوې ؤ او دا شاه خالد بن عبدالعزيز د هغه وخت وزيراعظ?? ذوالفقارعلي بھټو ته ډالۍ كړې ؤ ۔دا موټر د وزيراعظم بېنظيربهټو٬پرنس كريم آغا خان٬د سعودي عرب شاه خالد بن عبدالعزيز٬د يو اے اي لارښود شېخ سلطان بن النهيان٬شهزاده ډيانا او نورو نړيوالو لارښودو په استعمال كښ?? پاتې شوې۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم آفس د دې موټرو په 22 جون نيلامولو اراده كړې وه خو كله چې دا معامله د لنډ مهاله وزيراعظم په علم كښ?? راغله نو هغه د نيلامۍ منسوخ كولو سپارښتنه وكړه او دا تاريخي موټروے ي?? په ميوزيم كښ?? د اودرولو امر وكړو۔