اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د كل جماعتي حريت كنفرنس آزاد كشمير څانګې تر سيوري لاندې د مظفر واني د شهادت د تلين په موقع په اسلام آباد كښې احتجاجي لاريون وكړے ??و۔ په احتجاجي لاريون كښې ګډون كوونكو د برهان مظفر واني عكسونه پورته كړ?? وو۔ په دې م??قع د كشمير د شهيدانو په حق او د هند د ناجائز تسلط په ضد سختې نعرې ووهل شوې۔ احتجاجي لاريون ته په خپله وېنا كښې وېنا كوونكو ووئيل چې برهان واني شهيد د كشمير د آزادې د تحريك هغه عظيم لارښود دے كوم چې د خپلې وينې قرباني وركولو سره په كشمير د هند د 70 كلنې ن??جائز قبضې مصنوعي ودانې نه يوازې ايرې كړه بلكې د كشمير د آزادې تحريك ته ??ې يوه نوې ځلا وبخښله۔ دو?? ووئيل چې د شهيدانو قربانې به بې ځايه نه ځي او كشميريان به د خپلواكې حق ترلاسه كوي۔