اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د پاور ډويژن وزارت د برېښنا طلب او رسد كښې فرق كمولو له كوټلې منصوبې ته حتمي شكل وركړې شو٬ تر30 جون به د برېښنا طلب او رسد كښې فرق كښې ښكاره كمې راشي٬ جولائي ٬ اګست او ستمبر كښې به طلب كم او د برېښنا رسد زيات شي٬ د ګرمۍ شدت زياتېدو او د فن برېښنا كمي سره د برېښنا طلب زيات شوې٬ دا وخت طلب او رسد كښې فرق 2 زره مېګاواټ دې بايد پھ اوسني شارټ فال كښې دومره زيات لوډشېډنګ ونه شي٬ تېرو 40 كلونو كښې كوم نوې بند نه دې جوړ شوې٬ د برېښنا پیداوار سره سره ټرانسمېشن نظام نه دې ښه كړې شوې٬ د زرعي اوبه خور نظا?? هم 100 كاله پخوانۍ دې٬ نوې حكومت له به ښه ګائيډ لائن پرې??ود??ې شي٬ لنډ مهاله كابينه به د كوم بل??م ګيم برخه نه ګرځي٬ په سپيځلې ډول ټولټاكنې كول ز??ون?? ذمه واري ده٬ ټاكل شوې حكوم?? ته اقتدار سپارل آئيني مېنډېټ دې٬۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د خزانې وفاقي وزيرې ډاكټر شمشاد اختر سره خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل د رايو آزادۍ نه غېر جمهوريت مخ په وړاندې نه شي تللې٬اولس د حقائق څخه خبرولو ته اړتيا ده٬اولسي رائے او تجاويز ښه والي كښې مرسته كوي۔لنډ مهاله حكومت به د الېكشن كمېشن سره بشپړه مرسته كوي او په سپيځلې ډول ټول ټاكنې ز??ون?? ذمه واري ده٬په قامي سلامتيا به هېڅ ډول سمجهوته نه شي كولې۔ده ووئيل ټاكل شوي حكوم?? ته اقتدار سپارل آئيني مېنډېټ دې۔د لنډ مهاله كابينې پريكړې به غېر سياسي وي۔ده ووئيل ??ون?? له لويې پريكړې نه دي كول خو نوي حكومت له به ګائيډ لائن پرې??ود??ې شي٬??ون?? به په ايماندارۍ سره او د هېواد په ګټه خپله ذمه وارۍ ترسره كوو٬??ون?? به هڅه كوو چې په 25 جولائي امن ناكه او سپيځلې ټاكنې وشي۔ده ووئيل ??ون?? به اولس له د خپلو وسائلو له مخې آسانۍ وركوو۔ده ووئيل آرټيكل 19 اے تر نظر ساتلو سره ??ون?? د يو مثال جوړولو هڅه كوو دې لپاره د معلوماتو تبادله كېږي دغسې چې په هغې تنقيد او تجزي وشي۔ده وئيل ??ون?? يو داسې دستاويز هم جوړ كړی چې پكښې د برېښنا پېداوار٬طلب او رسد په حقله ټول تفصيلات شته۔دا ??ون?? سياسي ګوندونو له هم وركوو۔ده ووئيل د لوډشېډنګ يوه وجه د برېښنا طلب او رسد كښې فرق٬دوهم ترسيلي نظام او پاور پلانټس كښې فني خرابي او د اوبو كمې٬درېمه وجه د ترسيلا او وېش نظا?? هم ښه نه دې او څلورمه وجه د برېښنا غلا ده۔ده ووئيل دا د لوډشېډنګ څلور بنيادي وجوهات دي۔ده وئيل دا مهال هېواد كښې د 28 زره مېګاواټه پیداواري صلاحيت دې خو د فني خرابۍ له امله په پېداواري صلاحيت اثر پريوځي۔ده ووئيل دا مهال د برېښنا پېداوار د 21 نه تر 22 زره مېګاواټ دې