اسلام آباد ۔ 19 مئی (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي په مقبوضه كشمير كښې په تش لاسې كشميري اولس د هندي ځواك زور ظلم او زياتې روان دے بلخوا نرېندر مودي د مقبوضه كشمير دوره كو??و سره د نړۍ په غړېدلو سترګو د لاس اېښودلو هڅه كو??۔ وفاقي وزير په مقبوضه كشمير كښې د روانې هندي رياستي ترهګرۍ په سختو ټكو كښې غندنه كو??ه۔ ده ووئيل د نرېندر مودي لاسونه د كشمير او ګجرات مسلمانانو په وينو رنګ دي او هم دا سبب دے چې مقبوضه كشمير او په ټوله نړۍ كښې كشميريان دده په ضد احتجاج كو??۔ ده ووئيل يو اړخه ته هند مقبوضه كشمير كښې د رمضان مباركه مياشت كښې د ډز بندۍ خبره كو?? او بلخوا په تېرو دوه ورځو كښې يو شمېر كشميري زلمي بې ګناه شهيد كړې شول۔ وفاقي وزير ووئيل د كشمير مسئلې حل يوازې د ملكرو ملتونو د قراردادونو عملي كو??و او د خبرو اترو د لارې ممكن دے۔ چوهدري محمد برجیس طاهر ووئيل هند بايد د كشمير په اړه خپله انتها خوښې رويې ??رك كړي او دا حقيقت ځان ته وړاندې كو??و سره ومني چې کشمیري اولس په هېڅ صورت د هند ناجائزه تسلط نه مني او د خپلواكۍ حق ترلاسه كو??و له به د خپلې وينې آخري قطره هم وركړي۔ وفاقی وزیر ووئيل د كشمير او فلسطين په شمول په ټوله نړۍ كښې مسلمانان ستونزو سره مخ دي او دوئي د ظلم نښه جوړولې شي۔ ده ووئيل د مسلمانانو د ستونزو يوازنې حل دا دے چې ټول مسلمانان د يوالي څرګندونه كو??و سره د كشميري او فلسطيني اولس لپاره په ټوله نړۍ كښې غږ پورته كړي او دوئي ته ددوئي حقونو وركولو هڅو كښې د يو ځانګړي عزم څرګندونه وكړي