ملتان 21 اکتوبر (اے پي پي) مشر سياستمدار مخدوم جاوېد هاشمي وئيلي چې د هېواد په روانه وضعه كښې دې سياسي ګوندونه او ادارې د ذمه و??رۍ څرګندونه كولو سره قامي ګټو ته ترټولو اول پام لرنه وكړي۔ سي پېك منصوبه ګېم چېنجر ده كومه چې هېواد دښمن?? قوتونه زغملې نه شي۔ د سياسي او سماجي لارښود حبيب سنګھېړا لخوا وركړې شوې د ماسخوتن مېلمستيا په مهال خپلو خبرو كښې جاوېد هاشمي ووئيل زمونږ خپلو كښې بېلېدل د دښمن په ګټه دي۔ حاجت ددې خبرې دې چې هېواد ته د پېښو چېلنجونو مقابلې له ټول سياسي ګوندونه او ادارې خ??لو كښې اختلاف ختم كړي۔ ده ووئيل جمهوري عمل بايد دغسې روان پاتے شي ولې چې هېواد سياسي انتشار زغملې نه شي۔