اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال په مشرۍ ك??ې د نهې په ورځ د محرم الحرام امنيت په اړه د لوړې كچې غونډه ??شوه چې پكښې ك??ې د محرم په مهال امنيت له د پورته شويو اقداماتو جاج واخستې شو۔ داخله وزير ټولو قانون نافذ كوٶنكو ادارو ته په محرم ك??ې د جلوسونو او مجلسونو حفاظت لپاره د كوټلي تګلار ترتيب كولو هدايت وكړو۔ ده د ټولو مكاتب فكر په جيد علما كرامو زور راوړو چې ھغوي دې اولس ته د امن وعظ وكړي او حكومت سره دې مرسته وكړي۔ ده ووئيل قانون نافذ كوٶنكې ادارې او ضلعي انتظاميه دې علمائے كرامو سره تماس وساتي۔ ده هدايت وكړو چې په مذهبي كركه خپرونكو ژور نظر وساتئ٬ ده ووئ??ل په محرم ك??ې د جلوسونو او مجلسونو حفاظت لپاره دې كوټلې تګلار ترتيب كړې شي۔ داخله وزير ووئ??ل په تېر وخت كښې نړيوال طاقتونه د كورني اړي ګړي له امله تنزلۍ سره ښكار شوي۔ ده ووئيل د كميونټي پوليسنګ عمل فعاله كولو ته اړتيا ده٬ اولس ك??ې د ذمه وارۍ احساس بېدارولو لپاره دې په هره كچه اقدامات وكړې شي۔ داخله وزير د محرم په مياشت ك??ې د كومبنګ آپرېشن او سروے د لارې د شرخوښو په ګوته كولو لپاره هم احكامات جاري كړل۔ ده ووئيل چې د لغوه تنظيمو په هلو ځلو دې نظر وساتلې شي۔ ده ووئيل چاته به هم د پاكستان نړيوال تشخص ته د زيان رسولو اجازه ورنه كړو۔ غونډه ??ښې ووئيل شوې چې د محرم په مياشت ك??ې د هر ډول ناوړه پېښې مخنيوي له ټول هېواد كښې 32 زره 720 اهلكار په ځائ كړې شوې دي۔ غونډه ??ښې ووئيل شول چې د حساس ځايونو به فضائي نګراني كولې شي او په داخله وزارت كښې به كنټرول سنټر جوړولې شي چرته چې به د ټولو صوبو انتظاميې سره رابطه ساتلې شي۔(وا/ګ