پیښور 10 جنوري (اے پي پي)د قامي وطن ګوند مركزي چيئرمېن آفتاب احمد خان شېرپاؤ په افغانستان كښې ??من لپاره د ټولو ډلو په شموليت زور راوړولو سره حكومت څخه غوښتنه وكړه چې د ګاونډي اسلامي هېواد استحكام او امن لپاره خپل كردار ادا ??ړي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د افغان حكومت يو استازي پلاوي سره د خبرو په مهال وكړه۔پلاوي د افغان اولس مشر اشرف غني خاص مرستيال محمد عمر داؤدزئي په مشرۍ كښې ??فتاب احمد خان شېرپاؤ سره په اسلام آباد كښې ?? هغه په استوګنه ملاقات وكړو۔پلاوي سره د خبرو په مهال آفتاب احمد خان شېرپاؤ د افغان مسئلې حل لپاره د خپل ګوند دريځ پخلې كولو سره وئېل?? دي چې قامي وطن ګوند په افغانستان كښې ??من لپاره خپل كردار ادا ??ړې۔ده ووئيل چې د پاكستان حكومت او ټول سياسي ګوندونه د افغان مصالحتي عمل په اړه په يو پېج دي دغسې چې د افغانانو ستونزې ختمې كړې شي۔ده ووئيل چې ترهه ګري د منطقې امن لپاره يوه نازكه مسئله ده٬د دې مسئلې حل لپاره جامع اقدامات د وخت مهم ضرورت دې۔د افغان امن لپاره د روانو خبرو اترو هركلې كولو سره ده ووئيل چې په افغانستان كښې ?? امن لپاره يوه ښه موقع ده ځكه دا عمل تر خپل منطقي انجام رسول پكار دي۔ده اندېښنه څرګنده كړه چې امن مذاكرات په خپلو مقصدونو ترلاسه كولو كښې ناكام كېدې شي كه په دې عمل كښې ?? افغان حكومت ??ام?? نه كړې شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او افغانستان اولس د ترهه ګرۍ له امله تر ټولو زيات ځپلې شو?? دي٬ځكه دا ??سئله په سمدستي توګه حل كول پكار دي۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ ووئيل چې د پاكستان امن د افغانستان استحكام سره تړلې دې ځكه امن لپاره د هڅو تند كولو ضرورت دې دغسې چې په منطقه كښې ??من٬پرمختګ او د خوشحالۍ لاره هواره كړې شي