اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن سره د ر??ما??یه سفير ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير خپلو خبرو كښې ووئيل ر??ما??یه د اروپائي ائتلاف يو مهم غړ?? هېواد دے٬ ر??ما??يه سره كلتور٬ فلم ٬ معيشت او د ميډيا په اړه مرسته غواړو٬ پا??ست??ن سرمایه كارو لپاره زړه راښكونكې هېواد دے ٬د اروپا ټولو هېوادونو ته پاكس??ان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركوٶ۔ ده ووئيل د ر??ما??يه فلم مېكرز د پاكس??ان په شمالي سيمو كښې په سېل او شوټنګ ليدل غواړو كومې چې د ښكلا او سېلګرۍ په اړه ځانګړې مقامات لري ۔ده ووئيل د سېلګرۍ د لارې د پاكس??ان په زړه پورې پېژندګلو رامخې ته كول غواړو۔ د اطلاعات وزير ووئيل د قدرتي وسائلو نه ډك بلوچس??ان كښې د سرمايه كارۍ زياتې موقعې شته ۔ وفاقې وزير ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اولسي كچ رابطو ته وده وركولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل د هنرمندانو او سېلګرو ډلو تګ راتګ سره به اړيكې وده ومومي ۔ د ر??ما??يه سفير خپلو خبرو كښې ووئيل پا??ست??ن كښې معیشت، میډیا او د كلتور په څانګو كښې اړيكو ته پراختيا وركول غواړو۔ ده د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو لپاره كاروباري شراكت دارۍ ته په وده وركولو زور رواړو۔ ده پاكس??ان كښې د نوي حكومت د اصلاحاتي اېجنډې ستائنه وكړه