اسلام آباد ۔ 28 مئی (اے پی پی) كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال جده كښې د سعودي عربستان خپل همڅنګ شهزاده عبدال??زی?? بن سعود بن نائف سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې سعودي داخله وزير شهزاده عبد العزيز بن سعود بن نائف په داخله وزير احسن اقبال ترسره شوې قاتلانه بريد د خپلې اندېښنې څرګندونه كولو سره ده څخه د ده د خېريت تپوس پوښتنه وكړه۔ وروستو داخله وزير سعودي حكومت او اولس لپ??ره د پاكستان حكومت او اولس لخوا د نېكو هيلو پېغام ورسولو او په ده د ترسره شوي بريد په غندنه كولو او دده د خېر خېريت په پوښتنه ئې د سعودي حكومت او اولس مننه وكړه۔ ملاقات كښې د دوه اړخيزه مرستې ??ه زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې سعودي عرب كښې د مېشته او سفر كوؤنكو پاكستانيانو په معاملو ٬ د بنديوانو په منتقل كول او د عمرې او حج په اسانيو خبرې وشوې۔ سعودي وزير ووئيل د ټو??و معاملو به غور سره جاج اخستلې شي۔ ملاقات كښې د پاكستان سفير خان هشام بن صديق ٬ قونصل جنرل شهريار اكبر خان او دوهم قونصل جنرل شائق احمد بھټو هم موجود وو